افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه ۴۰ هوايي بریدونه کړي

د امریکا د دفاع وزارت – پنټاګون- تائید کړې، چې په تېره سپتمبر میاشت کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو هوايي ځواک لخوا پر افغانستان ۱۱۱۳ هوايي بریدونه شوي، چې په دې حساب کابو په تیره سپتمبر میاشت کې هره ورځ په افغانستان کې څه کم څلویښت هوايي بریدونه شوي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، په تیره سپټمبر میاشت کې ټول یوولس سوه دیارلس هوايي بریدونه شوي چې دا د پام وړ زیات بریدونه دي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، هوايي بریدونه یې وروسته له هغې زیات کړل چې طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د سولې خبرې وځنډول شوې
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د هوايي بریدونو سره هم‌مهاله د ملکي مرګ ژوبله کچه هم په بې ساري ډول لوړه شوې.

بل پلو د ملګرو ملتونو تازه راپور لیکي د روان کال په نهو میاشتو کې د امریکا هوايي ځواکونو په بریدونو کې له شپږ سوه پنځوسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون