سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د لبنان صدراعظم سعد حریري د لاریونوالو په غوښتنه استعفا ورکړه

د لبنان صدراعظم په دغه هېواد له دوو اونیو راهیسې د پيل شویو احتجاجونو او لاریونونو په پایله کې د خلکو غوښتنې ته غاړه کېښوده او بالاخره له دندې تېر شو، خو نوموړي له دې سره جوخت له بحرانه د هېواد د ایستلو لپاره خپله برنامه هم وړاندې کړه.

د لبنان لومړی وزیر سعد حریري د پخواني صدراعظم سعدالدین رفیق حریري زوی و او د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ په ۱۴ نېټه د پلار له وژل کېدو وروسته د هغه ځایناستی شو.

سعد حریري د سیاست په نړۍ کې د خپل پلار په نقش قدم روان و هغه د مارچ۱۴ د ایتلاف له رهبرانو څخه هم یو ګڼل کېده، نوموړي په ۲۰۰۷ کې د المستقبل په نامه ګوند تاسیس کړ ، کله چې د ۲۰۰۹ کال د مارچ د۱۴ ایتلاف په ټاکنو کې اکثریت وګاټه نو ښاغلی سعد حریري د لبنان ولسمشر میشل عون لخوا د صدراعظم په توګه غوره شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون