لوبې

انډي مولز: منیر احمد مو ځکه نه دی نیولی چې یو کېچ يي ډراپ کړی و

افغانستان راتلونکې میاشت د وېسټ انډیز په وړاندې شل اوریزې، نړیوالې یوې ورځنۍ او ټسټ لوبې لري، چې د نومبر په ۶مه به پیل شي. دغو لوبو لپاره د کرېکټ بورډ ټاکونکې کمېټې د اکتوبر په ۲۵مه لوبډلې هم اعلان کړې.

خو د لوبغاړو دغه نوملړ د افغان مینه‌والو پراخ غبرگون سره مخ شو او په کرېکټ بورډ نیوکې یو ځل بیا اوج ته ورسېدلي. اکثره مینه‌والو د کرېکټ بورډ اداره لوبغاړو سره په دوه گوني چلند تورنه کړه.

د مینه‌والو پراخ غبرگون او ټولنیزو رسنیو کې ځینو لوبغاړو په وړاندې بې انصافۍ اړوند تبصرې د دې لامل شوې چې د کرېکټ بورډ مشر د ټاکونکې کمېټې مشر انډي مولز څخه د ځينو لوبغاړو، په ځانگړی ډول د منیر احمد کاکړ د نه انتخابېدو اړوند توضیحات وغواړئ.

په ځواب کې انډي مولز د کرېکټ بورډ مشر ته ویلي چې شته لوبډلې او لوبغاړي د تکړښت، اوسنۍ کارکردگۍ او د لوبې تخنیک ته کتو سره انتخاب شوي.

نوموړي د منیر احمد اړوند ویلي چې نوموړی یو له هغو ځوان لوبغاړو څخه دی چې کورنیو لوبو کې ښه ځلېدلی، خو دوی غواړي چې نوموړی اېمرجنگ او الف لوبډلو کې ولوبېږي تر څو تجربه ترلاسه کړي او نړیوالو لوبو کې د فشار کنترولول زده کړي.

تر ټولو جالبه دا دی چې نوموړي د اکرام علي‌خېل او افسر ځاځی کارکردگي له منیر احمد کاکړ څخه غوره بللې او ویلي چې له همدې امله دغو لوبغاړو ته په نوموړي لومړیتوب ورکړل شوی.

ښاغلی انډي مولز په دې اړوند ویلي: «منیر احمد د بنگله‌ېش الف لوبډلې په وړاندې لوبو لپاره غوره شوی و، چې نوموړي ته دوو یوې ورځنیو لوبو کې د لوبېدو فرصت ورکړل شو. خو منیر احمد یوې لوبې کې د یو مهم لوبغاړی کېچ ډراپ کړ چې همدا د افغانستان د ماتې لامل شوه او د کېچ ډراپ کول د یو وېکېټ ساتونکی تر ټولو ستره کمزوري ده.»

خو ښاغلی مولز همداراز ویلي چې منیر احمد سره اړیکه کې ده او نوموړي ته خپل دغې پرېکړې اړوند قناعت ورکړی او نوموړی يي د اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام ته ساتلی. نوموړي همداراز ویلي چې که چېرې منیر احمد د اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي، نو راتلونکي کې به د ملي لوبډلې لپاره غوره نوماند وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون