لوبې

د اېمرجنگ لوبډلو د اسیا جام مهالوېش اعلان شو

د اسیا د کرېکټ شورا د اېمرجنگ لوبډلو لپاره د اسیا جام مهالوېش اعلان کړ. د اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام به د نومبر په ۱۴مه پیل او په ۲۳مه به پای ته ورسېږي.

دغو سیالیو کې به ۸ اسیايي لوبډلې په دوو گروپونو کې د یو بل په وړاندې لوبې ترسره کوي.

هره لوبډله به پیل کې خپل د گروپ نورو لوبډلو په وړاندې لوبې کوي او په گروپ کې لومړی او دوهم مقام خپلونکي به دوهم پړاو ته لار پیدا کوي.

د اېمرجنگ اسیا جام سیالیو کې به د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنگله‌دېش، متحده عربي امارات، هانگ کانگ او عمان لوبډلې لوبې ترسره کړي.

افغانستان په ب گروپ کې دی او راتلونکې پړاو ته لار موندنې لپاره به د پاکستان، عمان او سریلانکا اېمرجنگ لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کوي.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۴مه د پاکستان اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې، دوهمه لوبه د نومبر په ۱۶مه د عمان اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې او درېیمه لوبه د نومبر په ۱۸مه د سریلانکا اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې وي.

افغانستان دغو سیالیو لپاره تر دې دمه لوبډله نه ده اعلان کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون