پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان کې په اورګاډي کې دننه اور لګیدنې ۶۵ کسان وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نن سهار پنجشنبه/اکتوبر۳۱مه له کراچي ښار څخه پلازمینې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار ته په روان اورګاډي کې د رحیم یار خان ولسوالي په مربوطاتو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې د اورګاډي زیاته برخه تخریب شوې، ۶۵ تنه پکې وژل شوي او څلویښت نور پکې ټپيان شوي .

ویل کېږي، پېښه وروسته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې اورګاډي دننه د پخلي په مهال په دریم نمبر کوټه کې د ګازو ډبه وچاودېده. تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۶ تنو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکول شوي.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سیمې ته د ژغورنې ټیمونه رسېدلي، ټپیان روغتونونو ته رسول شوي او د سوځېدلو لاشونو د پېژندنې هڅې روانې دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پېښې په تړاو ژوره خواشینې او د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکې څرګنده کړې.

د پاکستان د ټرانسپورټ او ریلوي وزیر شیخ رشید ویلي، دا چې د یوه کس په نامه څو ټکټونه اخستل شوي، نو د مړیو پېژندګلوي یې سخته کړې او تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت او پيژندنې په چارو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

دا پېښه په داسې مهال کې رامنځته کېږي، چې د مولنا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان حکومت مخالفو سیاستوالو له همدې لارې زرګونه لاریونوال پلازمینې اسلام اباد ته په احتجاجي لاریون کې رسېدلي او پاتې کسان هم په لاریون کې د ګډون په موخه ور روان دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون