ټکنالوژي

فېسبوک مسېنجر کې د وټس‌اپ مهمه ځانگړنه اضافه کېږي

د وټس‌اپ یو له تر ټولو مهمو ځانگړنو څخه د لیکلو او غږیزو پیغامونو اېنډ – ټو – اېنډ انکرپشن دی، چې په مټ يې درېیم کس نشي کولی د کاروونکو پیغامونو ته لاس رسی ولري.

اوس تازه په ځینو راپورونو کې ادعا شوې چې د وټس‌اپ دغه ځانگړنه به نژدې راتلونکې کې په فېسبوک مسېنجر کې هم اضافه شي، چې په مرسته به يې دغه کاریال له پخوا څخه هم خوندي شي.

په دې اړوند امنیتي څېړونکی جېن مانچون ونگ خپل ټوېټر کې لیکلي چې فېسبوک خپل مسېنجر په محرمو خبرو اترو کې د غږیز/وېډیويي ځانگړنې ازموینې باندې بوخت دی.

اوسمهال فېسبوک مسېنجر کې د اېنډ – ټو – اېنډ انکرپشن ځانگړنه نشته، او هغه کاروونکي چې د اضافي خوندیتوب په لټه کې دي د محرمو خبرو اترو «Secret Conversation» ځانگړنې څخه گټه پورته کولی شي.

خو اوس راپورونه ښيي چې فېسبوک د خپل مسېنجر لپاره د غږیزو او وېډیويي اړیکو ځانگړنې په ازموینې بوخت دی، چې ډېر ژر به دغه ځانگړنه د اپډېټ له لارې کاروونکو ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې فېسبوک په دې وروستیو کې د ترکیې، انگلستان او امریکا په گډون د یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د کاروونکو له اجازې پرته د هغوی د معلوماتو د خرڅولو له امله جریمه شوی او مشر يې هم څو څو ځلې د امریکا کانگرېس ته وربلل شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون