پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

اسلام اباد کې میلیوني احتجاج عمران خان ته دوې ورځې وخت ورکړ

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزسیون ګوندونو له لورې د میلیونونو کسانو د ازادۍ احتجاج د دغه هېواد صدراعظم عمران خان ته دوې ورځې وخت ورکړ،چې خپله استعفا اعلان کړې.

احتجاجي غونډې ته د اپوزسیون ګوندونو د مشرانو له ویناوو او د هغوی د دې غوښتنې په ځواب کې د حکومت له لورې د لاریونوالو سره د ټاکل شوي مذاکراتي ټيم یوه غړي شفقت محمود د ډان نیوز ته په دې اړه ویلي، چې حکومت تر هغو پورې مذاکراتو ته نه را وړاندې کېږي، څو چې دا مهلت پای ته رسېدلی نه وي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دا احتجاجي لاریون چې د اکتوبر په ۲۷مه له کراچۍ څخه پيل او په ۳۱مه نېټه راولپنډۍ ته ورسېدل، تېره ورځ يې د پلازمینې اسلام اباد په هغه سېمه کې چې حکومت ورته ځانګړې کړې وه، خیمې ووهلې او وايي تر هغو به کورونو ته ستانه نشي، چې ترڅو یې د عمران خان حکومت نسکور کړی او چارواکي استعفا ته اړ کړي نه وي.

تېره ورځ د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف، د خلکو د ګوند مشر بلاول بوټو او یو شمېر نورو پاکستاني سیاستوالو اسلام اباد کې دغې احتجاجي غونډې ته خبرې وکړې او ترې يې کلک ملاتړ اعلان کړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون