روغتيا او ژوند

که ساه بندي لرئ؛ دغو مضرو لاملونو څخه ځان لرې وساتئ

که تاسې هم په ساه بندۍ اخته یاست، نو به دا هم درته معلومه وي چې دوړه، سخت ورزش، گرد، د تنباکو لوگی او یو شمېر نور لاملونه ساه بندي زیاتوي،خو حیرانوونکې دا ده، چې ځینې غیر عادي حالات هم ټوخی، د سینې درد او تنگوالی او ساه بندي زیاتوي.

اکثره روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې ساه بندي طبي درملنه نه لري او تر ټولو غوره درملنه يې پرهېز او له هغو څېزونو چې دغه ستونزه زیاتوي ځان ژغورل دي. د امکان تر بریده له لاندې عواملو څخه ځان وژغورئ او په دې ډول د ساه بندۍ د زیاتېدو مخه ونیسئ.

۱. هوا تازه کوونکې سپرې او ښه بوي لرونکې شمعې

که څه هم د کور دننه کارېدونکې ښه بوي لرونکي سپرې او شمعې فضا خوشبویه، تازه او ښکلې کوي، خو ورته وخت کې د انساني روغتیا ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي. د هوا تازه کوونکې سپرې خوشبويي حساسیت رامنځته کوي او شته حساسیت نور هم زیاتوي.

د یوې سوېډنۍ څېړنې پر بنسټ، چې International Journal of Environmental Health Research څېړنیزې مجلې کې په جنوري، ۲۰۱۶ کې خپره شوې وه کې ادعا شوې چې دغه سپرې او شمعې د هوا حساسو لارو باندې ناوړه اغېز کوي او په دې ډول حساسیت او ساه بندي نور هم زیاتوي.

۲. سړه هوا
ځینو کسانو کې سړه هوا له ځنډ پرته د ساه بندۍ د حملې لامل گرځي. د سړې هوا د مخنیوي لپاره خپله خوله او پوزه د غاړې په دستمال پټ کړئ او د هغې له لارې تنفس وکړئ. اکثره دغه دستمالونه د هوا گرمولو لپاره کافي وي او په دې ډول یوازې گرمه هوا سږو ته داخلېږي.

۳. ژړا یا خندا
له اندازې یات احساساتي حالت لکه شدیده ژړا یا خندا هم د هوا او ساه اخیستلو لارې بندولو سره د ساه بندۍ د حملې لامل گرځي. دا هم د سخت فزیکي فعالیت یوه بڼه ده چې ډېر ورزش ته ورته اغېز لري او پایله کې يې د هوا لارې د پړسوب لامل گرځي او ساه بندي شدیدوي.

۴. خوړو کې کارېدونکي اضافي مواد:
څېړنو ثابته کړې چې خوړو ته رنگ او خوند ورکونکي او خوړو څخه محافظت کوونکي مواد هم ځینو کسانو کې د ساه بندۍ د حملې لامل گرځي. د دغې موخې لپاره بازار څخه د توکو د پېرلو پر مهال وگورئ چې کوم مواد په کې کارول شوي. پوتاشیم بای سلفایټ، سودیم بای سلفایټ، پوتاشیم میټا بای سلفایټ، سودیم میټا بای سلفایټ او سودیم سلفایټ د ساه بندي زیاتونکو موادو څخه دي.

۵. ذهني فشار
څرنگه چې له دغه احساس سره اشنا یاست، د ذهني فشار لرلو په صورت کې، انسان د زړه تنگوالی احساسوي. چې دا د ذهني فشار یا د ساه بندۍ له نښو څخه هم گڼل کېږي.

د ۲۰۶۹۹۳ بالغو کسانو د عصبي روغتیايي معلوماتو په یوې ارزونې کې، چې د ۲۰۱۵ په سټپمبر میاشت کې Journal of Asthma څېړنیزې مجلې کې خپره شوې وه، وموندل شوه چې حتی تېر کلن ذهني فشار تجربه کول هم په راتلونکي کې په ساه بندۍ د اخته کېدو خطر زیاتوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون