ټکنالوژي

وټس‌اپ کې د گوتې نښې د پاسورډ امنیتي اسانتیا اضافه شوه

انډرایډ عامل سیستم کې د وټس‌اپ کاروونکو ته هم د گوتې نښې سېنسر امنیتي اسانتیا وړاندې شوه. د دغې نوې وړاندې شوې ځانگړنې سره به وټس‌اپ کې د کاروونکو پیغامونه، تصویرونه او نور معلومات لا زیات خوندي شي.

دا په داسې حال کې دی چې دغه ځانگړنه له وړاندې څخه د اپل کاروونکو ته وړاندې شوې وه،خو د انډرایډ کاروونکي دغه ځانگړنې ته لاس رسی نه درلود.

څه موده وړاندې وټس‌اپ اعلان وکړ چې خپل کایال کې د گوتې نښې سېنسر سره د دغه کاریال د پرانیستلو د اسانتیا بېټا بڼه يي وړاندې کړې، خو اوس دغه اسانتیا د وټس‌اپ ټولو کاروونکو ته وړاندې شوی.
د دغې نوې ځانگړنې په مرسته کاروونکي کولی شي خپل وټس‌اپ حساب کې د رمز یا پاسورډ پر ځای خپل د گوتې نښه ثبت کړي.
وټس‌اپ کې د پاسورډ پر ځای د گوتې نښې کارولو طریقه
1. د وټس‌اپ کاریال پرانیزئ،
2. پورته ښي اړخ کې درې سر په سر ټکي کلېک کړئ،
3. پرانیستل شوی لېست کې «Settings» کلیک کړئ،
4. له هغې وروسته «Account» کلېک کړئ،
5. بیا «Privacy» کلیک کړئ،
6. لاندې ولاړ شئ او «Finger Lock» انتخاب کړئ،
7. «د گوتې په نښه پرانیستل (Unlock with Fingerprint sensor)» انتخاب کړئ،
8. له دې وروسته به وټس‌اپ له تاسې وغواړې چې خپل د گوتې نښه ثبت کړئ،
9. گوتې نښې ثبتولو څخه وروسته به له تاسې وغوښتل شي چې کله غواړي ستاسې اوزار له تاسې څخه د گوتې نښې غوښتنه وکړي.

د دې لپاره به درې انتخابونه ولرئ – له ځنډ پرته، یوه دقېقه وروسته، ۳۰ دقېقې وروسته. د دې لاندې د «Show content in notification» انتخاب هم ورکړل شوې. که چېرې دغه اسانتیا فعاله شي، کاروونکي د خبرتیاو په برخه کې خپل ترلاسه شوي پیغامونه د وټس‌اپ کاریال پرانیستلو پرته هم کتلی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون