سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

بشار الاسد: ټرمپ د امریکا لومړنی ريښتونی ولسمشر دی

د سوریې ولسمشر په یوه تازه ټلویزیوني مرکه کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا لومړنی ریښتونی ولسمشر یاد کړی.

اسد په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې تر ده دمخه ولسمشر ټرمپ په سوریه کې د امریکا د جګړې موخه د سوریې د تیلو تر لاسه کول ول، ټرمپ زیاته کړې وه ؛ زه پټرول خوښوم، زه پټرول ساتم، او په نړۍ کې د پټرولو په پار جګړه کوم.

د ولسمشر ټرمپ په وینا موږ د سوریې په جګړه کې پر شا شوو خپله موخه مو تر لاسه کړه، د جګړې مینوال دې د سوريې پر پولو جګړې ته دوام ورکړي. د سیاسي شنونکو په اند د ولسمشر دغه خبره د ترکيې او کردانو جګړې ته اشاره وه.

ولسمشر بشار ویلي ټرمپ مې ځکه خوښ دی چې خپله تګلاره په ډاګه کوي، زما د ولسمشر ټرمپ تګلار نه ده خوښه خو د هغه سپینې خبرې مې خوښې دي، له رښتوني دښمن څخه ښه دي؟

د بشار په وینا امریکا تل خپلو جګړو ته د بشري حقوقو د ساتلو او د خپلواکۍ د راوستلو نوم ورکړی؛ خو د پردې تر شا حقیقت بیا بل څه وي چې ولسمشر ټرمپ په لومړي ځل په ډاګه کړل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون