پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

امریکا: پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاتې راغلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ترهګرۍ پر ضد جګړې په اړه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پاکستان د ټولو نړیوالو معیارونو پلي کولو برسېره بیا هم د پیسو وينځلو او د ترهګري ضد جګړه کې پاتې راغلی.

د خبرپاڼې په وینا پاکستان د یادو معیارونو په پوره ډول پلي کولو کې پاتې راغلی او یا هم په پلي کولو کې يې رښتونی نه دی.

خبرپاڼه زیاتوي، پاکستان ونه توانیده چې د لشکر طیبه او جیش محمد ډلو فعالیتونه کم کړي چې دغه ډلې د امریکا پر وینا په هیواد کې د پیسو وینځلو او ترهګریزو فعالیتونو ته لمن وهي.

د خبرپاڼې په وینا پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرو کې پوره همکاري ونکړه او د طالبانو فعالیتونه یې په پاکستان کې ونه درول.

د پاکستاني سیاسي او اقتصادي شنونکو په اند پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دې چې په ورته حالاتو کې د امریکا دغسې ادعاوې د هیواد په خیر نه ګوري.

دغه راز د مالي فعالیت څار بنسټ FAFT (Financial Action Task Force) ادارې تېرکال د جون په میاشت کې پاکستان د پیسو وینځولو ضد مبارزه کې د پاتې راتلو له امله خړ لست کې هم داخل کړ او څو میاشتې نور مهلت یې هم ورکړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون