افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

ارګ وايي، بالاخره یې د چین بین الافغاني غونډې ته پلاوی ټاکلی

ارګ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه تازه خبر وايي، چې د بېجینګ د راتلوونکي بین الافغاني غونډې ته یې، چې ښايي د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته جوړه شي، د افغان پلاوي لیست بشپړ کړی او پلاوی ټاکلی دی؛خو نومونه یې اوس نه اعلانوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، په چین کې له طالبانو سره د بین الافغاني ناستې لپاره د افغان حکومت لخوا پلاوی ټاکل شوی دی او غونډې ته نیږدې ورځو کې به یې اعلان کړي او همداراز یې له ګاونډیو، سیمه ییزو او په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو څخه غوښتي دي، چې د سولې لپاره د افغان پلاوي د طرحې ملاتړ وکړي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې دا ناسته به د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته وشي.

په پام کې وه چې د افغان سولې په اړه تېره دوشنبه د چین په کوربتوب په بېجېنګ کې د طالب او افغان حکومت استازو په ګډون ناسته وشي، خو د نامالومو لاملونو له مخې دا غونډه د نامالومې نېټې لپاره وځنډېده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوې خبرپاڼه کې روښانه کړې وه، چې د بېجېنګ په ناسته کې به د قطر دفترد مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو دیارلس کسیزه پلاوی ګډون کوي.

د بي بي سي سرچینې ویلي، چې د بیجنګ غونډه به په قطر کې د طالبانو او امریکایانو، او همدا راز د افغان سولې په اړه له نورو پخوانیو غونډه جلا او بېل رنګ ولري. دا سرچینه زیاتوي، د بیجنګ په غونډه کې به د بحث اجنډا بدله وي، او پر یو لړ نورو نویو موضوعاتو به د ټولو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې اترې کېږي.

د ولسمشر غني ویاند صدیقي نن د یکشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د بیجنګ ناستې لپاره د افغان پلاوي په اړه له سیاسي ډلو او نورو خواو سره سلا مشورې شوې دي، په داسې حال کې چې د دې پلاوي په اړه د سیاستوالو او د اوسنیو و پخوانیو چارواکو ترمنځ ناندرۍ د پلاوي د ټاکل کېدو پر وړاندې ستر خنډ و.

د یادونې ده، چې تر اوسه د طالبان او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو نهه پړاونه ترسره شوي دي. خو ظاهراً تېره سپتمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو له یوه برید وروسته، چې یو امریکایي عسکر پکې ووژل شو او همدارنګه سپينې ماڼۍ ته له تګ څخه د طالب استازو د انکار په غبرګون ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه د دې خبرو د درولو اعلان وکړ.

له هغه راهیسې اروپایي ټولنې، ناټو، روسیې،چین، ایران او پاکستان د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده، خو د امریکا حکومت تر دې دمه رسماً په دې اړه کوم اعلان نه دی کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون