سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

عراقي لاریون کوونکو کربلا کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کړی

عراقي لاریون کونکو تېره شپه په عراق کې د شیعه ګانو په مذهبي ښار کربلا کې د ایران کونسلګرۍ کلا بنده کړې او د کونسلګرۍ امنیتي دیوالونه یې نړولي او کونسلګرۍ ته ننوتلي دي.

د ځايې خلکو په وینا برید د شپې مهال پیل شو، لاریون کوونکو د ایران بیرغ ښکته کړی او پر ځای يې د عراق جنډه لګولې.
د کونسلګرۍ امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو د لاریون د مخنیوي په موخه برید کړی چې چا ته یې ځاني تلفات نه دي اړولي، لاریون کوونکو د ډبرو او ټایرونو د سوځولو په زور دا کونسلګرۍ نیولې.

ځايې شاهدانو اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې یاده سیمه د امنیتي ځواکون کنټرول کې ده او لا تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.

ایراني چارواکو تراوسه عراق کې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

عراق کې له تېرې میاشتې را په دېخوا د حکومت او شیعه‌يېزم ضد لاریونونه روان دي چې تر اوسه پورې په کې ۲۵۰ کسان وژل شوي.
په ملګرو ملتونو کې د عراق پخواني استازیيله الجزیرې سره په یوه مرکه کې ویلي، عراق کې روان لاریونونه د اندیښنې وړ دي خو نه پوهیږم چې وروسته به څه پېښیږي.‎

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون