ټکنالوژي

هېڅکله دغه ډول پاسورډونه مه کاروئ

د هکرانو لپاره د کاروونکو د حسابونو هک کولوتر ټولو اسانه لاره د هغوی پاسورډونو ته لاس رسی پیدا کول دي، چې اکثره خلک د دغه خطر نه حس کولو له امله کمزوری پاسورډ انتخابوي او خپل شخصي معلومات له خطر سره مخ کوي.

زیات شمېر کاروونکي داسې پاسورډونه انتخابوي چې یادول يې ورته اسانه وي، خو په دې نه پوهېږي چې دغه ډول پاسورډ موندل هکرانو ته هم اسانه وي او په اسانۍ سره د کاروونکو حسابونه هک کوي، د هغوی شخصي معلومات پټوي او بیا یې نړیوالو کمپنیو باندې پلوري.

د انټرنټي خوندیتوب ImmuniWeb نومې کمپنۍ وروستۍ څېړنه ښيي چې تېر یوه کال کې تقریباً د نړۍ غوره ۵۰۰ کمپنیو د ۲۱ مېلیونو کاروونکو څخه د ۱۶ مېلیونو کاروونکو معلومات له گواښ سره مخ شوي.

دې څېړنې کې همداراز ویل شوي چې د دغو ۲۱ مېلیونه کاروونکو څخه یوازې ۴٫۹ مېلیونه کاروونکو پېچلي پاسورډونه انتخاب کړي ول. دا په دې مانا ده چې د ۱۶٫۱ مېلیونه کاروونکو حسابونه په اسانۍ سره هک کېدلی شوای.

دغې څېړنې کې همداراز ۳۲ تر ټولو ډېر کارېدونکي پاسورډونه هم ښودل شوي. نو که تاسې هم دغه پاسورډونه یا دې ته ورسته اسانه پاسورډونه کاروئ، له ځنډ پرته يي بدل کړئ.

تر ټولو ډېر کارېدونکي پاسورډونه

1. 000000
2. 111111
3. 112233
4. 123456
5. 1234567
6. 123456789
7. 1qarz2wsx
8. 3154061
9. 456a33
10. 66936455
11. 789_234
12. Aaaaaaabc123
13. Career121
14. Carrier
15. Comdy
16. Cheer!
17. Cheezy
18. Exigent
19. Old123ma
20. Opensesame
21. Pass1
22. Passer
23. Passw0rd
24. Password
25. Password1
26. Penispenis
27. Snowman
28. !qaz1qaz
29. Soccer1
30. Student
31. Welcome
32. goodbye

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون