روغتيا او ژوند

که د شپې خوب نه درځي؟ دا چای وازمویئ!

ایا تاسې ته هم د شپې مهال ژر او په اسانۍ سره خوب نه درځي؟ ایا اکثره نیمه شپه له خوبه پاڅېږئ او له هغې وروسته خوب نه درځي؟

د دې ستونزې د اوارۍ لپاره له خوبه وړاندې د کېلې چای څښل د پام وړ مرسته کولی شي. خو کېدای شي ستاسې ذهن کې دا پوښتنه پیدا شي، چې دغه چای د خوب لپاره ولې دومره اغېزمن دی؟

د دې پوښتنې ځواب ترسره شوې څېړنې درکوي. د بې خوبۍ او یا کم‌خوبۍ په اړه ترسره شویو څېړنو ثابته کړې چې پوټاشیم او مگنېزیم د بدن عضلاتو او د وینې رگونو سره ارام کولو کې مرسته کوي.

کېله بیا د پوټاشیم او مگنېزیم له غوره سرچېنو څخه ده، چې په مرسته يې د نورو بې شمېره روغتیايي گټو سربېره، ستاسې خوب هم ارامه او غوره کولی شي.

د اړتیا وړ توکي

یوه دانه کېله
یو لیټر اوبه
د خوند لپاره گبین یا ډېره لږه اندازه دارچیني

د دغه چای جوړولو طریقه

۱. اوبه وایشوئ،
۲. د کېلې پاسنۍ او لاندینۍ برخه پرې کړئ او کېله له پوټکي سره اوبه کې کېږدئ او ۱۰ دقېقو لپاره يي وایشوئ،
۳. دغه اوبه چاڼ او گېلاس کې واچوئ.
۴. د خوند لپاره په کې گبین یا دارچیني اضافه کړئ او له ویده کېدو وړاندې يي وڅښئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون