لوبې

د اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

نن د افغانستان کرېکټ بورډ د اېمرجنگ لوبډلو راتلونکی اسیا جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه. دغې لوبډلې کې د انډي مولز ژمنې سره سم منیر احمد ته هم ځای ورکړل شوی.

د اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام به د نومبر په ۱۴مه پیل او په ۲۳مه به پای ته ورسېږي. دغو سیالیو کې به ۸ اسیايي لوبډلې په دوو گروپونو کې د یو بل په وړاندې لوبې ترسره کوي.

اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام لپاره ټاکل شوې ملي لوبډله

عبدالملک، ناصر عمر، بهیر شاه، طارق ستانکزی، درویش رسولي، وحیدالله شفق، شاهدالله کمال، سمیع الله شینواري (لوبډلمشر)، منیر احمد (وېکېټ ساتونکی)، نجات مسعود، عظمت الله، وفادار مومند، شوکت زمان، عبدالواسع او یوسف ځاځی.

احتیاطي لوبغاړي

سلیم، شمس الرحمن او صدام منگل

افغانستان په «ب» گروپ کې دی او راتلونکې پړاو سیالیو لپاره باید له پاکستان، عمان او سریلانکا په وړاندې لوبې ترسره کړي. د دغو لوبو مهالوېش هم له وړاندې څخه اعلان شوی.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۴مه د پاکستان اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې، دوهمه لوبه د نومبر په ۱۶مه د عمان اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې او درېیمه لوبه د نومبر په ۱۸مه د سریلانکا اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون