لوبې

د وېسټ انډیز په وړاندې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان شوه

ټاکل شوې افغانستان د وېسټ انډیز په وړاندې درې شل اوریزې، درې یوې ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي. د لوبو دغه لړۍ به له شل اوریزو لوبو څخه پیل او لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه ترسره شي.

لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دوهمه لوبه يي د نومبر په ۹مه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د نومبر په ۱۱مه ترسره شي. له نړیوالو یوې ورځنیو لوبو وروسته به د شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه به د نومبر په ۱۴مه، دوهمه لوبه يي د نومبر په ۱۶ او درېیمه لوبه به د نومبر په ۱۷مه ترسره شي. د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه به د نومبر په ۲۷مه پیل شي.

که څه هم له دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ د ټاکونکې کمېټې مشر انډي مولز ویلي و چې نړیوالو شل اوریزو او یوې ورځنیو لوبو څخه وروسته به د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله ټاکي، خو نن د اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام سره یو ځای د ټېسټ لوبې لپاره هم لوبډله اعلان کړه.

له دې وړاندې د کرېکټ بورډ اداره د اکتوبر په ۲۵مه د وېسټ انډیز په وړاندې نړیوالو شل اوریزو او یوې ورځنیو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې، چې له امله يي د مینه‌والو له توند غبرگون سره مخ شوه او ملي لوبډلې کې منیر احمد او حشمت الله شهیدي ته ځای نه ورکولو له امله يي د کرېکټ بورډ اداره لوبغاړو سره په دوه گوني چلند تورنه کړه.

خو اوس د ټاکونکې کمېټې مشر انډي مولز له خپلې ژمنې سره سم منیر احمد کاکړ ته اېمرجنگ او حشمت الله شهیدي ته د وېسټ انډیز په وړاندې ټېسټ لوبډلې کې د لوبې فرصت ورکړی.

د وېسټ انډیز په وړاندې ټېسټ لوبې لپاره ټاکل شوې لوبډله

راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، جاوېد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، قیس احمد، اکرام علي‌خېل، افسر ځاځی، ناصر جمال، ضیاءالرحمن اکبر، ظاهر خان پکتین، یمین احمدزی، حمزه هوتک، سید احمد شېرزاد او شاپور ځدران.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون