لوبې

افغانستان تمریناتي لوبې کې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه

نن افغانستان د وېسټ انډیز په وړاندې تمریناتي یوه ورځنۍ لوبه ترسره کړه او دغې لوبې کې يي د وېسټ انډیز لوبډلې ته په څلورو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز ۳۸٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د چېس توپ وهنې په مرسته ۱۵۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

وېسټ انډیز لپاره چېس په ۵۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۱ او هولډر په ۴۳ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

افغانستان لپاره نوین الحق او شرف الدین اشرف درې درې، گلبدین نایب ۲ او یمین احمدزی او کریم جنت یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې افغانستان ۳۴٫۵ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رحمت شاه او نجیب الله ځدران غوره توپ وهنې په مرسته ۱۶۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په څلورو وېکېټو وگټله.

افغانستان لپاره رحمت شاه په ۷۶ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۷ او نجیب الله ځدران په ۴۴ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره غوره لوبه وکړه. اصغر افغان هم په ۳۵ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۳ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

حضرت الله ځاځی په ۵ توپونو ۱، جاوېد احمدي په ۱۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۹، اکرام علي‌خېل په ۹ توپونو ۱، محمد نبي په ۱۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۱۸ او گلبدین نایب په ۱۴ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره شېفرډ ۳ او کوټرېل، جوزف او والش یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون