پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د کابل او اسلام اباد ترمنځ ډيپلوماتیک کشمکش را پورته شوی

د پاکستان سفارت تېره ورځ په کابل کې د یوې خپره شوې خبر پاڼې له لار خبر ورکړی و، چې د سفارت د ویزو او کونسلګرۍ څانګه تر نامعلومه وخته تړې، که څه هم په خبرپاڼه کې د ویزو د بندیدو لامل امنیتي ننګونې بلل شوې، خو نن پاکستاني استخباراتو په اسلام اباد کې د افغان سفارت لوړپوړی چارواکی احضار کړی.

راپورونه وايي، چې نن په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفارت شازد افیر شاکر قرار ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا احضار شوی وو چې د احضار کیدو دلیل ېي په کابل کې د پاکستان سفارت د کار کوونکو جنسي ځورول ښودلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل رسنیو ته ویلي: « په کابل کې د پاکستان سفارت کار کوونکي او ددغه هېواد استازي ځورول کیږي، چې تېره ورځ هم د سفارت موټر د یو موټر سایکل چلونکي لخوا زیانمن شوی». د فیصل په وینا کونسلې څانګه به تر هغه تړلې وي تر څو افغان حکومت د دې موضوع جدي پلټنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلام اباد کې له احضاري شوي افغان ډيپلومات شاکر قرارڅخه غوښتي ترڅو افغان چارواکو ته د موضوع په اړه پوره معلومات ورکړي او په تړاو يې جدي پلټنې پېل کړي.

د قرار په وینا افغان دولت د ديپلومانو د مصؤنیت په تړاو د ویانا کنونسیون پریکړې(Vienna Convention on Diplomatic Privileges and Immunities 1961) ته پوره احترام لري او پاکستاني چارواکو ته يې ډاډ ورکړ چې په کابل کې د پاکستاني استازو د جنسي ځورونې په اړه به پلټنه وکړي او دغه موضوع به ژر تر ژره حل کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون