پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د وزیرستان په قبایلي سیمه کې د دوو چاودنو په پایله کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه په رزمک سیمه کې د ماین د چاودني له کبله شوې او دوه سرتیري په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی. د چارواکو په خبره دا سرتیري په ورځنۍ ګزمې بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه.

بل لورته دوه نور پوځيان په میرعلي ښارګوټي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

ویل کیږي دغه عسکر د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې په دوو جلا بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک څخه بېلې شوې ډلې حزب الاحرار د دې چاودنو مسولیت اخستی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون