افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

د پاکستان او افغانستان ډېپلوماتیکې ناندرۍ

د پاکستان او افغانستان سیاسي اړیکې له تېرو دوو لسیزو راهیسې غېر معمولې دي، کله ښې شي او کله هم بیا د اوس په څېر ترینګلي شي. کله چې په ۲۰۱۴م کال کې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر شو هڅه یې وکړه چې دغه اړیکې د اقتصادي پلانونو له مخې ښې کړي ،چې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف لخوا هم ورته ډاډ ورکړل شو؛ خو بیا هم اړیکې ښې پاتې نه شوې او د تېر په پرتله لا ترینګلې شوې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له راتګ سره د اړیکو ښو کولو په پار پاکستاني چارواکو ولسمشر غني ته بلنه ورکړه، ترڅو پاکستان ته ورشي، د سیاسي شنونکو په اند د ولسمشر غني سفر پاکستان ته موثر نه وو او اړیکې سړې پاتې شوې.

د افغان مارکیټ مسأله
تېره میاشت د اکټوبر په ۸مه په پیښورښار کې پولیسو له افغان مارکیټ څخه د افغانستان جنډه ښکته کړه چې په خواله رسنیو کې يې غوغا جوړه کړه. افغان مارکیټ چې پیښور ښار کې موقعیت لري د افغان ملي بانک ملکیت دی، د ملي بانک پخواني رئیس خان افضل هډوال په وینا پر پېښور سربېره کراچۍ،کوټه او چمن ښارونو کې هم څه کورونه او نور جایدادونه شته چې د افغان ملي بانک ملکیتونه دي او د پاکستان-هندوستان له وېش څخه دمخه د دغو جایدادونو قباله افغان حکومت له انګریزانو څخه اخیستې وه.

کله چې تېره میاشت د پیښور پولیسو د افغانستان بیرغ له یاد مارکیټ څخه ښکته کړ او پر ځای يې د پاکستان بیرغ ولګاوه په یاد ښار کې افغان کونسلګرۍ خپل کارونه ودرول او د اعتراض په پار يې کونسلګرۍ هم وتړله.

خیبرپښتونخوا کې د اعتراض په پار د افغان کونسلګرۍ تړل

د اکټوبر میاشتې پر۹مه د افغانستان لوی سفارت کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي عاطف مشعل او شاژدافیر شاکر قرار پیښور ښار ته ولاړل، ترڅو د مارکیټ پر سر د افغانستان جنډه ولګوي، چې دغه کار يې وکړ، خو له پاکستاني چارواکو يې د مارکیټ د تړلو په اړه د پلټونو غوښتنه وکړه. پاکستاني چارواکو په پيښور کې له افغان کونسلګرې وغوښتل چې کار بېرته پیل کړي او د قضیې په اړه ېي افغان کونسلر محمد هاشم نیازي ته د پلټنې ژمنه ورکړه.

کابل کې د پاکستان سفارت کونسلي څانګه ولي وتړله؟
د شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې د سفارت د ویزې ورکولو او کونسلې څانګې د تړلو خبر ورکړ، چې دلیل يې په کابل کې د یاد سفارت د کارکونکو ځورول ښودلي.

د پاکستان سفارت کارکونکو د شنبې په ورځ په ټویټر یوه داسې ویډیو خپره کړه چې د یاد سفارت کارکونکې سهار مهال سفارت ته پر لاره دي او د یوه ټویټا هایلکس موټر له خوا ځورول کیږي او لاره نه ورکوي، ترڅو د سفارت کارکونکې تېر شي، له دغې ویډیو خپرولو وروسته سفارت تر نامعلومه مودې د خپلو کونسلي خدماتو څانګه وتړله او له افغان چارواکو يې د موضوع د پلټنې غوښته کړې.

کابل کې د پاکستان سفارت تړلو خبر

کابل کې د پاکستاني سفارت د کارکونکو په وینا له دوو ورځو راهیسې څو موټر هڅه کوي ترڅو د سفارت موټر ودروي چې په دغه جریان کې د سفارت اړونده یو عراده موټر د یوه موټرسایکل چلونکي لخوا زیانمن شوی هم دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د یادې پېښې په غبرګون په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفارت شاژد افیر شاکر قرار احضار کړی و او د یادې پېښې په اړه یې د پلټنې غوښتنه ترې کړې وه، شاکر قرار پاکستاني چارواکو ته د پېښې په اړه د پوره پلټنې او ستونزې اوارولو ډاډ ورکړی دی او زیا ته کړی يې ده چې افغان حکومت تل په دغه هیواد کې د بهرنیو هیوادونو استازو ته د نړیوالو اصولو مطابق پوره حقوق ورکړي او د امنیت ساتنه يې وکړې.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې د افغانستان د لوی سفارت شاژدافیر احضار کول غندلي او له پاکستاني چارواکو څخه یې غوښتي چې د ورته پېښو حل باید له ډيپلوماتیکو لارو حل شي نه دا چې پر رسنیو ورته غوغاوې جوړې شي. د خبرپاڼې په وینا افغان حکومت د پاکستان سفارت کارکونکو ته ډاډ ورکړی، چې امنیت به يې په کابل کې د نورو هېوادنو د استازو په څېر خوندي وي او د یادې پېښې په اړه به جدي پلټنې پیل کړي.

په خبر پاڼه کې د یاد سفارت څخه غوښتل شوي چې کونسلګرۍ دې خلاصه کړي او د کارکوونکو امنیتي مشکلات به يې ژر تر ژره حل شي.

په خیبرپښتونخوا کې پښتون‌ملتپال او سیاسې څيرې افراسیاب خټک پر خپل ټویټر د دواړو هېوادو له چارواکو غوښتي چې ورته پېښې د ډيپلوماتیکو اصولو له لارې حل کړي. خټک زیاته کړې، د پاکستان کونسلګري تړل د حل لار نه ده او عامو خلکو ته د ویزو بندول د دوواړو هېوادونو د لسیزو ښو اړیکو خرابول دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون