لوبې

۱۰ منډو کې د ۵ لوبغاړو سوځېدل د انگلینډ د ماتې لامل شوه

نن د انگلینډ او نیوزیلینډ ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو درېیمه لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې نیوزیلینډ وتوانید د انگلینډ لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړي.

د لوبې پچه نیوزیلینډ وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

نیوزیلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي گرانډوم نیمه سلیزې په مرسته ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره ډي گرانډوم په یوازې ۳۵ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره غوره او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې له همدې امله وروسته بیا د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

انگلینډ لپاره ټام کرن ۲ او سم کرن، محمود، براون او پارکېنسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ د ملان او وېنس غوره پیل په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپله اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې او په ۱۴ منډو يي ماتې وخوړه.

انگلینډ لپاره ملان په ۳۴ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ او وېنس په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل، خو د وروستیو توپ وهونکو ناکامه توپ وهنه د انگلینډ د ماتې لامل شوه.

نیوزیلینډ لپاره فېرگوسن او ټېکنر دوه دوه او سودي او سانټنر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون