افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکايي څېړونکی: پاکستان پر طالبانو کنټرول نلري؛خو سوله کې رول لري

د امریکا د سولې دانسټېټیوټ متخصص او د افغانستان د چارو څېړونکي جان والش له آشنا تلویزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان پر افغان طالبانو کنټرول نلري، خو د سولې خبرو کې يې له رول او ارزښت څخه سترګې پټېدلی نشي.

ښاغلي والش ویلي، د افغانستان د حکومت له خوا د سولې د اووه فقره يېز پلان وړاندې کول ډیر مثبت کاردی، خو دا اندېښنه یې څرگنده کړ ه ، چې طالبان به له امریکا سره د سولې تړون مخکې یوه میاشت اوربند ونه مني.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ د افغانستان د چارو څېړونکی د افغان حکومت د سولې د پلان په برخه کې وايي چې دا ډیر مثبت کار دی چې د افغانستان حکومت د سولې د بهیر د بیا پیل کولو لپاره په مثبت او جدي ډول فکر کوي؛ خو زه په دې کې شک لرم چې طالبان به د سولې د یوې میاشتې له اوربند سره د مخکیني شرط په توگه موافقه وکړي.

دغه امریکايي څېړونکي ویلي، چې پاکستان پر طالبانو نفوذ نلري، خو د سولې خبرو ته د طالبانو په آماده کولو کې رول لري، ځکه همدا پاکستان وو، چې که یې ملا برادر اخند له بنده خوشي کړی او د امیر خان متقي په څېر پاکستان مېشتي د تورلیست کسانو ته د تګ زمېنه نه وای برابره کړې، نو دا به ډېره ګرانه وه، چې د سولې نهه پړاونه پر مخ تللي وای.

نوموړي، ما ته شخصا دا ډېره رښتېني ښکاري چې طالبان به د سولې د خبرو په وخت کې له دایمي اوربند سره موافقه وکړي؛ خو یوه میاشت اوربند به د مخکیني شرط په توگه ونه مني.

جان والش وايي، د مخکني ولسمشر دا دریځ ډېر مدبرانه و، چې د ډېرو کلونو لپاره به يې ویل، د سولې لپاره هېڅ شرط نلري او د سولې په خبرو کې به له شرایطو پرته گډون وکړي، خو اوس دا اندېښنه شته چې هسې نه دغه ډول شرط د سولې له خبرو نه مخکې په غیرقصدي ډول د سولې د خبرو د بیا پیلېدو پر وړاندې خنډ شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون