افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

ډيلي بېسټ ورځپاڼې په دوبۍ کې د افغان چارواکو له ملکیتونو پرده پورته کړې

امریکایۍ ډیلي بیسټ ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې له هېواده بهر او د متحده عرب اماراتو په نړیوال سوداګریز ښار کې د ځينو افغان سیاستوالو، پخوانیو او اوسنیو چارواکو د ملکیتونو په تړاو مالومات خپاره کړي .

ډیلي بیسټ ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې ادیب فهیم او تره یې حصین فهیم، محمود کرزی، فاروق وردګ، احمدضیاء مسعود او احمد ولي مسعود هغه حکومتي چارواکي دي، چې په دوبۍ کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت اپارتمانونه، استوګنځي او ملکیتونه لري.

په راپور کې راغلي، چې که څه هم له هېواده د باندې د ملکیتونو درلودل جرم او ناقونانه کار نه دی؛ خو په دوبۍ کې زیاتره هغو افغان سیاستوالو ملکیتونه پېرلي، چې په تړاو یې د فساد ادعاوې شوې. همداراز په یوه تازه مورد کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ او مېرمن یې د دوبۍ په جمیریه نومي سیمه کې ملکیتونه پېرلي.

همدارنګه ځينو نویو وکیلانو ، چې لا یې د ټاکل کېدو یو کال نه پوره کېږي، لکه صالح محمد لالاګل او فداء محمد الفت د ولسي جرګې غړي دي او تېر پسرلی یې په متحده عرب اماراتو کې اپارتمانونه اخستي .

د دې تحقیقي راپور په اړه د ورځپاڼې له ادرسه یادو ټولو کسانو ته په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ایمیلونه لېږل شوي او په دې برخه کې یې ددوی نظر غوښتی؛ خو له محمود کرزي پرته بل چا د ورځپاڼې د ایمیل جواب نه دی ورکړی، چې هغه هم ورځپاڼې ته په دوبۍ کې د خپلو ملکیتونو پر شتون اعتراف کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون