افغانستان سلايډ (فيچر)

کاپیسا او لوګر کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د اله ساي ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له کبله یوه امریکايي او یو افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې چاودنه بازار کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې په چاودنه کې ملکي وګړي هم ټپيان شوي، چې ښځې هم پکې شاملې دي.

د پولیسو د رسنیو دفتر د چاودنې په تړاو نور جزئيات نه دي ورکړي.

بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته یې د لوګر د مرکز پل علم اړوند د دوشنبې په سېمه کې پر امریکايي ځواکونو د یوه کمین برید په ترڅ کې دوه امریکايي عسکر ځای پر ځای وژلي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، چې په دې برید کې درې نور امریکايي ټپيان شوي هم دي.

تر اوسه په پاکستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د دواړو پېښو په تړاو رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې امریکايي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو زیات راپورونه ورکول کېږي، چې ځينې یې وخت نا وخت د غوڅ ملاتړ د رسنیو دفتر لخوا تائیدیږي او ځينې نه .

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون