افغانستان سلايډ (فيچر)

پاکستان سفارت سختو ناروغانو ته د ویزې ورکولو اعلان کړی

کابل کې د پاکستان سفارت په یوې خبرپاڼې کې اعلان کړی، چې کابل کې د خپل سفارت د تړل کېدو سربېره له نن چارشنبې/اکتوبر ۶مې څخه سختو مریضانو او عاجلو ناروغانو ته ویزې ورکوي.

هغه عاجل ناروغان چې د پاکستان سفارت د کونسلي څانګې د تړل کېدو وروسته د ویزو له مشکل سره مخ وو، اوس کولای شي، سفارت ته د ویزو لپاره مراجعه وکړي.

د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، د کونسلي خدمتونو د بندېدو سره سره به دوی سختو ناروغانو ته ویزې ور کوي.

دغه سفارت د تیرې یکشنبې په ورځ وویل، افغانانو ته یې د ویزې ور کول ځنډولي دي او اسلام اباد کې افغان مرستیال سفیر د هغه څه له امله د بهرنیو چارو وزارت ته بلل شوی چې پاکستاني چارواکي یې کابل کې د خپلو ډیپلوماټانو ځورېدل بولي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، هر ډول اندیښنې باید رسنیو ته له راوتلو او خدمتونو درولو مخکې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.

د هغه په خبره، افغان حکومت دا وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هېواد سفارت لخوا د خپرو شویو بیانونو او اندیښنو د څيړنې په حال کې دی او هڅه کوي چې ستونزه ژر حل کړي.

خو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیي له لارې د پاکستان استختباراتو لخوا د خپل سفیر د احضار او ورسره د پاکستاني نظامیانو د ناسم چلند خبره کړې وه. دغه وزارت د چلند څرنګوالی یا لامل نه دی جوت کړی خو د پاکستان د پوځي استخباراتو  دا کار یې له دیپلوماتیکو اصولو سرغړونه بللې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې دا تورونه رد کړي.

د پولې دواړو غاړو ته بندو ډېری افغانانو د پاکستان او افغان حکومت دا کار غندلی او دا يې له مجبورو او اړمنو کسانو سره چې د سخت مجبوریت یا ضرورت په اساس سفرونه کوي، زیاتی بللی او د دې ستونزې د ژر تر ژره ختمولو غوښتنه یې کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون