افغانستان سلايډ (فيچر)

د بلخ چاربولک ولسوالۍ کې د امنیه قوماندان په ګډون ګڼ پولیس وژل شوي

راپورونه وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د بلخ ولایت پر چاربولک ولسوالۍ له څو خواوو حمله کړې او په پایله کې يې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان کرام الدین په ګډون شپږ امنیتي سرتېري او پولیس وژلي او درې نور ټپیان کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې مسؤلیت منلی او جګړه تائید کړې.

نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تېره شپه مجاهدینو د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړ، دغه برید کې د ولسوالۍ امنیه قومندان کرام الدین په ګډون پنځه پولیس او یو د ملي امنیت کارمند وژل شوی  او ۳ نور پولیس ژوبل دي.»

ویل کېږي، په برید کې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته هم دروند زیان اوښتی.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل هم د چاربلوک ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو برید مني او په خبره يې، په یاد برید کې له امنیه قوماندان سره درې تنه نور هم ټپیان شوي وو، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون