افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو سره د سولې د اووه ماده‌يېزې طرحې سره د اجرائیه رئیس ژور اختلاف

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د سولې اړوند د ولسمشر غني اووه ماده‌یېزه طرح یو خیال وباله او زیاته یې کړه چې ولسمشر غني تل خیالي طرحې جوړوي، چې پلي کول یې د ده د وسې کار نه دی.

ارګ د اجرائیه رئیس پر څرګندونو غبرګون ښودلی، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ډاکټر عبدالله عبدالله څرګندونې رد کړي او پر خپله ټویټر پاڼه يې لیکلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه اوه ماده‌یېزه طرحه د سولې په راوستو کې یواځېنۍ لاره ده، د نوموړي پر وینا دغه اوه ماده یېز پلان د ولسمشر غني د پنځه کلونو د هڅو او ملي اجماع په پایله کې رامنځته شوی.

تر دې مخکې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د رسنیو له لارې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې که سولې ته خپله ژمنتیا ثابتوي، نو را دې شي او د ولسمشر غني په ۷ مادیېزه طرحه دې عمل وکړي.

د ارګ غبرګون کې دا هم یاده شوې چې ددغه اوه ماده‌یېزه پلان په پلي کولو سره به په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسي او د وینو جریان به ودریږي.

د سیاسي شنونکو په وینا ارګ غواړي چې د امریکا او طالبانو په مذاکراتو کې د دغه طرحې له رامنځته کولو سره ځان په مذاکراتو کې دخیل او سولې ته ژمن ښکاره کړي.

په پام کې ده ، چې دا ځل به د سولې خبرې په چین هیواد کې ترسره کیږي چې باوري سرچینې وايي، د افغان دولت استازي او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر به هم ګډون پکې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون