ټکنالوژي

گلکسي اېس۱۱ کېدای شي ۱۰۸ مېگاپسله کامرې سره وړاندې شي

سامسنگ کمپنۍ د گلکسي اېس۱۰ او گلکسي نوټ۱۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو له بریا وروسته گلکسي اېس۱۱ باندې کار پیل کړی چې د راتلونکی کال په فبروري کې به کاروونکو ته معرفي شي.

سامسنگ کمپنۍ تېر کال د اگست په میاشت کې د ځیرکو موبایلونو د کامرې تر ټولو ستر سېنسر وړاندې کړ چې په مرسته يې ځیرک موبایلونه کولی شي ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامرې ولري، خو د ټکنالوژي کارپوهان په دې باور ول چې سامسنگ به دغه سېنسر خپل راتلونکو گلکسي اېس۱۱ ځیرکو موبایلونو کې ونه کاروي.

د یادونې ده چې سامسنگ دغه سېنسرونه په شیاومي کمپنۍ هم پلورلي او شیاومي کمپنۍ توانېدلې چي ۱۰۸ مېگاپکسله کامرې لرونکې ځیرک موبایلونه کاروونکو ته معرفي کړي.

خو اوس «ایس یونیورس» چې د ځیرکو موبایلونو په ځانگړي ډول سامسنگ اړوند معلومات افشا کوي وايي چې د دې ډېر امکان شته چې ښايي گلکسي اېس۱۱ ځیرک موبایلونه ۱۰۸ مېگاپکسله کامرې سره وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سامسنگ کمپنۍ پیاوړي ځیرک موبایلونه له ۱۲ – ۱۶ مېگاپکسله کامرو سره وړاندې کېدل، خو داسې ښکاري چې گلکسي اېس۱۱ به د سامسنگ لومړنۍ ۱۰۸ مېگاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل وي.

د یادونې ده چې یوازې د کامرې مېگاپکسل د تصویرونو کیفیت لوړولو لپاره کافي نه دی بلکې د کمپنۍ له لوري وړاندې شوی سافټ وېیر هم مهم رول لوبوي.

له دې وړاندې هم افشا شویو معلوماتو کې ادعا شوې وه چې گلکسي اېس۱۱ به د سامسنگ لومړنۍ ځیرک موبایل وي چې ۵اېکس اپټېکل زوم سره وړاندې شي. د اپټېکل زوم په مرسته د تصویر نژدې کولو سره د تصویر کیفیت نه خرابېږي.
ځینو راپورونو کې همداراز ادعا شوې چې گلکسي اېس۱۱ به شاتنۍ برخې کې څلور کامرې ولري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون