سلايډ (فيچر) سياست

پاني پت فلم؛ د احمد شاه بابا رول او د افغانانو اندېښنې

بالیووډ د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۵مه د یوه پوسټر له لارې اعلان وکړ چې، «پاني پت: یو ستر خیانت» نومې تاریخي فلم باندې کار کوي چې دغه فلم به ۲۰۱۹ کې نندارې ته وړاندې شي.

د پاني پت په نوم دغه فلم د پاني پت دریمې تاریخي جگړې باندې جوړ شوی او د احمد شاه ابدالي رول د هندوستان د سینما مشهور ستوري سنجې دت له لوري لوبول شوی.

پدغه فلم کې سنجې دت د احمد شاه ابدالي او ارجن کپور د مرهټیانو مشر سداشیو راو باوو رول لوبولی او اشیتوش گواریکر له لوري ډارېکټ شوی. اشیتوش گواریکر له دې وړاندې د موهېنجودارو په نوم هم یو تاریخي فلم جوړ کړی و، چې ناکام ثابت شو او د مینه‌والو د پاملرنې جذبولو کې پاتې راغی.

سنجې دت د نومبر په ۱۵مه خپل رسمي ټوېټر پاڼې کې د دغه فلم وروستي پوسټر په خپرولو سره له خپلو مینه‌والو سره د فلم د وړاندې کېدو کره نېټه شریکه کړه او له هغې وروسته یې د دغه فلم د اصلي او مهمو کردارونو چې احمد شاه بابا هم په کې شامل دی، تصویرونه خپاره کړل.

د سنجې دت له لورې دغو خپرو شویو تصویرونو ته افغانانو ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرگون وښود او اندېښنه يې وښوده چې کېدای شي دغه فلم کې د احمد شاه بابا شخصیت اړوند منفي نظر وړاندې شوی وي.

له دې وړاندې ۲۰۱۸ کې سنجې لیلا بنسالي د پدماوت په نوم تاریخي فلم نندارې ته وړاندې کړ، چې دغه فلم کې رنویر سېنگ د علاوالدین خلجي رول لوبولی و او نوموړی يې یو عیاش، ظالم او وحشي انسان معرفي کړی و.

له همدې امله افغانانو دا ځل هم اندېښنه ښودلې چې کېدای شي احمد شاه بابا هم د دغه فلم له لارې کتونکو ته ظالم او یرغلگر معرفي شي چې د افغانانو د پراخ غبرگون پایله کې ډیلي کې د افغانستان د قونسلگرۍ مسؤلینو خبر ورکړ چې دغه فلم اړوند يې سنجې دت سره اړیکه نیولې، او هغه ورته ډاډ ورکړی چې فلم کې د اندېښنې وړ هېڅ کومه خبره نشته.

پدغه فلم کې د افغان فلم یو ممثل ببرک اکبري هم شته، چې د فلم اصلي کردار سنجې دت د مرستیال رول يي لوبولی او ادعا کوي چې فلم کې واقعیتونه سم انځور شوي. نوموړی همداراز وايي چې د ځینو صحنو په ثبتولو کې له نوموړي سره هم مشوره شوې او وړاندیزونه يې منل شوي.

نوموړی په دې اړه وايي: «فلم کې زموږ د کلتور او فرهنگ خلاف هېڅ هم نه دي ښودل شوي. دغه فلم کې تاریخي پېښې هم څرنگه چې دي هماغسې انځور شوي او د احمد شاه بابا اړوند هېڅ ډول منفي نظر نه دی وړاندې شوی.»

تېره ورځ د هندوستان په وخت د غرمې ۱۲ بجې د «پاني پت: یو ستر خیانت» لنډه سوداگریزه وېډیو- ټریلر خپره شوه چې په کې د دغه فلم ځینې صحنې ښودل شوي.
دغه لنډ ټرېلر کې ښودل شوې چې جنگ د ابدالي او مرهټیانو امپراطورۍ ترمنځ د یوې بلې ډلې په لمسون پیلېږي.

که څه هم دغه لنډه وېډیو کې د احمد شاه بابا رول او مرهټیانو اړوند لنډ معلومات ورکړل شوي، خو ترڅو چې بشپړ فلم نندارې ته وړاندې نشي د دې اټکل چې احمد شاه بابا اړوند څه ډول نظر وړاندې شوی ستونزمن وي.

د یادونې ده، دغه فلم د ډسمبر په شپږمه هندوستان او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون