سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

یونان کې پولیسو په یوې لارۍ کې ګڼ شمېر افغانان نېولي

شمالي یونان کې پولیسو هغه یخچالي ټرک نیولی چې پکې ۴۱ کډوال ځای پر ځای شوي ول، او غوښتل یې دې لارۍ کې ځانونونه د اروپا بیلابیلو هیوادونو ته ورسوي.

د پولیسو په وینا په نیول شوو کسانو کې ډیر شمېر افغانان دي او روغتیايي حالت یې نسبتا ښه او د ډاډ وړ دی خو بیا هم روغتون ته استول شوي دي.

پولیس وايې دغه کسان مو په داسې حال کې ونیول چې لارۍ د یونان یو بل ښار ته د داخلیدو په حال کې وه ، چې د تلاشۍ پرمهال د مو له لارۍ څخه کډوال او موټروان را ښکته او د پولیسو نږدې امنیتي حوزې ته د معلوماتو په پار معرفي کړل.

یونان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کډوالو له قاچاق سره مخ دی او له 2015 کال راهیسې تر یو میلیون زیات کډوال له یونان څخه تېر شوي او نورو اروپايې هېوادونو ته یې ځانونه رسولی.

د یونان حکومت بیا دغه تور پر ترکیې هیواد لګوي چې د کډوالو ډیر شمېر له ترکیې څخه دغه هیواد ته دننه کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون