افغانستان سلايډ (فيچر)

بادغیس: چاودنې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون شپږ پولیس وژلي

د بادغیس امنیتي چارواکو تائید کړې،چې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې ښځينه پولیسې په ګډون شپږ تنه پولیس وژلي، چې د معاش اخستلو لپاره د بادغیس مرکز ته روان ول.

د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر شیر اقا الکوزي رسنیو ته ویلي، تېره ورځ د بادغیس له مقر ولسوالۍ څخه شپږ تنه پولیس، چې یوه ښځینه پولیسه هم ورسره وه او د بادغیس مرکز ته د معاش اخستلو لپاره روان وو، په لاره کې پرې د طالبانو له لورې د سړک غاړي خښ شوی ماین چاودېدلی ، چې ټول پولیس یې ځای پر ځای ووژل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د بادغیس امنیه قومندانۍ شریف الله چمتو تېره اونۍ په کابل کې له یوه ساتونکي سره یو ځای ترور شو، چې د وژنې مسؤلیت يې وسله ‌والو طالبانو پر غاړه واخیست.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون