افغانستان سلايډ (فيچر)

د پکتيا د استیناف محکمې څلور قاضيان په برید کې وژل شوي

تازه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې نن پنجشنبه/لړم۱۶مه له غرمې وروسته لوګر ولايت په مربوطاتو کې د پکتيا د استيناف محکمې څلور قاضيان، چې په يوه موټر کې سپاره وو،  په وسله وال بريد کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې او د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسيب ستانکزي رسنيو ته پېښه تائید کړه.

نوموړي ویلي،  ماسپښين د لوګر محمد اغې ولسوالۍ باقي اباد سيمه کې د پکتيا استيناف محکمې څلور قاضيان د وسله والو په کمین برید کې ووژل شول.

د معلوماتو له مخې د پکتيا د استيناف محکمې په څلورو وژل شويو قاضيانو کې قاضي نورالله قرباني، قاضی ایمل، قاضي زين الله اوقاضي عبدالقدیر فیضي شامل دي.

دوی ټول په يو کرولا ډوله موټر کې له پکتيا څخه کابل ته په لاره وو چې د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شول.

تر اوسه د دې پيښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون