سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ټویټر دوه کارکوونکي سعودي ته پر جاسوسۍ تورن شوي

د ټولنیزو شبکې –ټویټر- دوه پخواني او یو برحاله کار کوونکی د ټویټر د امنیتي څانګې لخوا سعودي عربستان ته د جاسوسۍ په تور د امریکا د فرانسیسکو په ښار کې محکمې ته معرفي شوي دي.

د ټویټر ادارې په وینا دغه درې کارکوونکي د سعودي شاهي کورنۍ سره اړيکې لري چې د پیسو په مقابل کې يې د ټویټر د کاروونکو اکاونټ او پاسورډونه د شاهي کورنۍ غړو ته ورکړي.

د ټویټر په وینا په دې کې د هغو کسانو اکاونټونه هم حکومت ته ورکول شوي دي چې له یو میلیون کسانو ډېر پلویان لري او د سعودي شاهي نظام مخالفین دي.

په تورنو کسانو کې احمد ابوعمو چې د امریکا اوسېدونکی دی او علي الزباري چې د ټویټر پخوانی کارکوونکی دی،نومونه یاد شوي دي.
دغو کسانو کې یو یې سعودي مېشتی احمد المطیر نومیږي چې هغه هم د ټویټر پخوانی کارکوونکی دی.

د راپور له مخې احمد المطیر هغه کس دی چې د ټویټر د کار کوونکو او سعودي شاهي کورنۍ اړیکې یې جوړې کړي دي.

ابوعمو تېره ورځ د فرانسیسکو ایالت محکمې ته حاضر شو او د محکمې تر راتلونکې غونډې به زندان کي وي.

ویل کېږي چې هغه په ۲۰۱۵م کال کې د ټویټر په اداره کې کار پیل کړ او تر دې دمخه هم پر هغه تور وو، چې اف بي ای پولیسو ته يې د ټویټر اسناد ورکړي .

سرچینه وايي، علي الزباري او احمد المطیر په سعودي کې اوسیږي.

د ټویټر ادارې رسنیو ته ویلي چې ابوعمو دغه اسناد د سعودي شاهي کورنې یو بې نومه کس ته سپارلي چې د نوم پر ځای يې -شاهي – یاد کړی، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا له شاهي ۱ څخه مراد محمد بن سلمان دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون