افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

نړیوالې نظر پوښتنې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بللی

د ګالوپ په نامه یوې امریکايې څیړنیزې ادارې د تېر کال په اوږدو کې نړۍ د امنو او ناامنو هېوادونو په اړه د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې له ۱۵۲۰۰ کسانو سره د خبرو او مرکو پر بنسټ نظر پوښتنه ترسره کړې، چې د پنجشنبې په ورځ/نومبر۷مه يې د دې نظر پوښتنې د پایلو په اړه راپور خپورکړی.

د دې ادارې د نظر پوښتنې پایلې ښيي چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد و. د راپور په اساس، دوی د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې ۱۵۲۰۰ کسانو سره د خبرو او مرکو په اساس دغو پایلو ته رسیدلي.

د دې نظرپوښتنې مسوولین وايي چې دوی په هر هېواد کې له ۱۰۰۰ کسانو څخه چې عمرونه یې له ۱۴کلنۍ لوړ مخامخ او یا له ځينو څخه د ټلیفون له لارې پوښتلي چې پر خپلو پولیسو څومره باور لري، د شپې د تګ راتګ پر مهال خپل ځانونه څومره مصون احساسوي او آیا په تېرکال کې پرې کوم برید شوی او لوټل شوي دي که نه؟

د ګالوپ اداره وايي چې دوی له ۱۴ کلنو ورپورته خلکو سره خبرې او مرکې کړي دي چې ځینې یې مخامخ او ځینې يې د تیلیفون له لارې شوي دي.

دا نظر پوښتنه ښيي چې یوازې په ۱۰۰ کې ۱۳ افغانان د شپې د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي احساسوي او ۲۲ سلنه افغانان بیا پر خپلو پولیسو باور لري.

د پوښتنو په اساس افغانستان له ۱۰۰ امیتازونو څخه ۳۸ وړي او په دې حساب له وینزویلا وروسته تر ټولو نا امن هېواد ګڼل شوی دی.

په پوښتل شویو افغانانو کې نیمايي یې یعني۵۰سلنه خلکو څېړونکو ته ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې غلو لوټلي، پيسې او مالونه یې ترې وړي دي. همداراز ۲۹ سلنه نورو بیا ویلي دي چې تر بریدونو لاندې راغلي.

د دې نظر پوښتنې په اساس په نړۍ کې تر ټولو درې امن هېوادونه لومړی سنګاپور،دویم تاجکستان، درېیم متحده عرب امارات ښوول شوي، چې په دې لړ کې له سلو نومرو څخه سنګاپور ۹۷، تاجیکستان ۹۴ او متحده عربي اماراتو ۹۳ نومرې وړې او په دې ډول په نړۍ کې لومړی، دویم او درېیم امن هېوادونه ګڼل شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون