ټکنالوژي

مایکروسافټ د گوگل کروم پر وړاندې خپل پیاوړی براوزر وړاندې کوي

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي د تر ټولو مشهور براوزر- گوگل کروم- په وړاندې خپل تر ټولو پیاوړی براوزر وړاندې کړي.

له دې وړاندې مایکروسافټ د گوگل کروم په وړاندې ماتې منلې وه او د خپل پخوانی براوزر -انټرنیټ اکسپلورر- د له منځه وړلو پرېکړه یې کړې وه او پر ځای يي اېج نومې براوزر وړاندې کړ، خو دغه براوزر هم د وخت په تېریدو سره د کاروونکو پاملرنې جذبولو کې پاتې راغی.

اوس مایکروسافټ کمپنۍ تازه پرېکړه کړې چې خپل اېج براوزر له نوي نښان او پیاوړو ځانگړنو سره بېرته له سره ډیزاین او کاروونکو ته د گوگل کروم په وړاندې د رقابت په موخه وړاندې کړي.

دغه براوزر به د گوگل اوپن سروس کرومیم انجن باندې کار کوي او کاروونکو ته به د ۲۰۲۰ د جنوري په ۱۵مه نېټه وړاندې شي.

اوسمهال د مایکروسافټ اپډېټ شوی اېج بروازر یوازې محدودو کاروونکو ته وړاندې شوی او دغه کمپنۍ ادعا کوي چې د کورمیم انجن په مرسته د دې براوزر کارکردگي ډېره غوره شوې.

مایکروسافټ کمپنۍ وايي چې د کاروونکو د شخصي معلوماتو خوندیتوب چاره يي پدغه نوي براوزر کې ډېر پیاوړی کړې.

هغه کاروونکي چې اوسمهال انټرنټ اکسپلورر۱۱ یا گوگل کروم کاروي، د مایکروسافټ نوی اېج براوزر کې په اسانۍ سره کولی شي خپل معلومات له دغو براوزورنو څخه نوی اېج براوزر ته انتقال کړي.

له دې سربېره، مایکروسافټ کمپنۍ وايي چې دا ځل یې د نویو ځانگړنو په اضافه کولو سره د کاروونکو ډېرې ستونزې په پام کې نیولې او اوارې کړي او دغه براوزر به وکولی شي د کاروونکو پاملرنه جذب کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون