افغانستان سلايډ (فيچر)

ډيلي ټايمز: خليلزاد طالبانو سره نارسمي خبرې کړي

د پاکستان د ډيلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرکچیانو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد په دوحه د سولې په اړه غېر رسمي ناسته کړې.

د افغان سولې په اړه د طالبانو او امریکایانو خبرې نهم پړاو پاې ته رسېدو سره سم، د سپټمبر په میاشت کابل کې چې ظاهراً د طالبانو په موټربم چاودنه کې د یو امریکايې سرتېري او لس رومانیايان له وژل کېدو ، سمدستې وروسته ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره دا خبرې منحل اعلان کړې.

د راپور له مخې خلیلزاد اوونۍ وړاندې په اسلام اباد او قطر کې له طالب چارواکو سره د سولې د خبرو د بیا پېل په پار لیده کاته کړي.

په قطر کې د نا رسمي ناستې په اړه د طالبانو سیاسې دفتر ویاند سهیل شاهين رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سرچينو په وینا خلیلزاد د کابل، اسلام اباد، مسکو، بروکسل او پاریس له سفرو وروسته له طالب چارواکو سره کتلي.

د ډیلي ټایمیز د راپور له مخې خلیلزاد دغه سفرونه له طالبانو سره د خبر د بیا پیل په پار کړي، خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب کابل کې رسنېو ته ويلي چې د خلیلزاد سفر کابل ته یواځې د زندانیانو د تبادلې په اړه و.

د طالبانو سیاسي دفتر په کابل کې د امریکایې پوهنتون د استاذانو د ازادولو په شرط کې له امریکایانو غوښتي چې انس حقاني، د هغه ماما مالي خان او یو شمېر نورطالب بندیان باید له باګرام زندانه ازاد کړي.

ښایې چې دې نیږدو کې به چین هېواد د افغان سولې په تړاو ناسته کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو کوربه وي، تېره ورځ افغان حکومت په چین کې د ناستې د ګډونوالو د لست د بشپړیدو خبر هم ورکړ.

طالب استازو د دغې ناستې په اړه رسنیو ته ویلي چې موږ به له کابله راغلو ګډونوالو سره د حکومت له ادرسه خبرو ته چمتو نه یو بلکې یوازې په شخصي او انفرادي حیثیت به یې د نورو ګډونوالو په څېر نظریات او خبرې اورو.

ویل کېږي، چې ښاغلي خلیلزاد د اسلام اباد له سفره وروسته له طالب چارواکو د یوې اونۍ اوربند غوښتنه هم کړې وه، چې طالبانو ونه منله او د هغوی لخوا رد شوه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون