افغانستان سلايډ (فيچر)

لغمان کې بهرنیو ځواکونو له سپرلیو ډکو روانو موټرو ته اور ورته کړی

عیني شاهدان او د لغمان ولایت د والي ویاند وايي، بهرنیو ځواکونو نن ماښام د شپږو بجو شاوخوا کې د عزیزخان کڅ سېمه کې د ملکي خلکو پر ډکو موټرو د اور غورځونکو وسلو ډزې کړي، چې درې موټرو ته یې اور ورته کړی او پنځو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي هم پېښه تائید کړې.

نوموړي ویلي، چې بهرنیو ځواکونو وروسته له هغې د ملکي خلکو درې موټرو ته اور ورته کړی، چې د هغوی د توقف امر ته یې پاملرنه نه ده کړې.

خو د پيښې یوه تن عیني شاهد نعمان دوست ویلي : « همدا اوس د لعینو بهرنیو پوځي کتار د لغمان عزیز خان کڅ کې دوه موټرو ته اور غورځوونکي شیان وغورځول، زموږ د موټر د اړخ ښئښه یې ماته کړه او دوه نور یې دغه شان لولپه کړل.
دا شو د افغانستان ژوند.»

د پيښې عیني شاهدان وايي، تر اوسه د پيښې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته، خو پنځه موټره یې لېدلي چې په سېمه کې ترې لوګي ختل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون