ټکنالوژي

گلکسي اېس۱۱ به د پیاوړې کامرې ترڅنگ پیاوړې بیټرۍ هم ولري

سامسنگ کمپنۍ د گلکسي اېس۱۰ او گلکسي نوټ۱۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو له بریا څخه وروسته گلکسي اېس۱۱ باندې کار پیل کړی چې ټاکل شوې د راتلونکې کال په فبروري کې به کاروونکو ته معرفي شي.

د گلکسي اېس۱۱ د لړۍ ځیرکو موبایلونو د اړونده معلوماتو د افشا کېدو لړۍ هم مخکې له مخکې پیل شوې او دا ځل «ایس یونیورس» د دغو ځیرکو موبایلونو د بېټرۍ په برخه کې د سترو بدلونونو خبر ورکړی.

د نوموړي په وینا، سامسنگ په گلکسي اېس۱۱ ځیرکو موبایلونو کې د مستطیل شکله بیټرۍ پر ځای د مربع شکله بېټرۍ کارولو پرېکړه کړې چې د اېس۱۰ لړۍ په پرتله به غوره او پیاوړې وي.

ایس یونیورس خپل ټوېټر پاڼې کې لیکلي: «فکر کوم د گلکسي اېس۱۱ پلس بېټرۍ به ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا ولري. د بېټرۍ وړتیا د لوړ ریفرش رېټ او ۵جي ټکنالوژۍ له امله زیاته شوې.»

دا په داسې حال کې ، چې تېر کال د گلکسي اېس۱۰ پلس بېټرۍ ۴۱۰۰ ملي امپیره وړتیا درلود، خو داسې ښکاري چې راتلونکی گلکسي اېس به د تېر کال په پرتله ۹۰۰ ملي امپیره لوړ ظرفیت ولري.

نوموړي همداراز ادعا کړې، که چېرې سامسنگ لوړ ریفرش ریټ لرونکې مخ‌پاڼه وکاروي، نو د ۹۰ هرتز پر ځای د ۱۲۰ هرتز ریفرش لرونکې مخ‌پاڼې کارولو چانس پکې زیات دی.

له دې وړاندې ایس یونیورس خبر ورکړی و چې ډېر زیات امکان لري چې گلکسي اېس۱۱ ځیرک موبایلونه ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامرې سره وړاندې شي.

سامسنگ تېر کال د اگست په میاشت کې د ځیرکو موبایلونو د کامرې تر ټولو ستر سېنسر وړاندې کړ ، چې په مرسته يې ځیرک موبایلونه کولی شي ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامرې ولري، خو د ټکنالوژي کارپوهان په دې باور ول چې سامسنگ به دغه سېنسر خپل راتلونکو گلکسي اېس۱۱ ځیرکو موبایلونو کې ونه کاروي.

د یادونې ده چې سامسنگ دغه سېنسرونه په شیاومي کمپنۍ هم پلورلي او شیاومي کمپنۍ توانېدلې چي ۱۰۸ مېگاپکسله کامرې لرونکې ځیرک موبایلونه کاروونکو ته معرفي کړي.

خو اوس «ایس یونیورس» چې د ځیرکو موبایلونو په ځانگړي ډول سامسنگ اړوند معلومات افشا کوي وايي چې د دې ډېر امکان شته چې ښايي گلکسي اېس۱۱ ځیرک موبایلونه ۱۰۸ مېگاپکسله کامرې سره وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون