افغانستان سلايډ (فيچر)

حکومت په لومړي ځل د طالب بندیانو خلاصون ته د چمتووالي خبره وکړه

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت د طالب بندیانو د ازادولو لپاره پوره چمتووالی او هوډ لري، خو ټینګار کوي چې طالبان هم باید د بین الافغاني خبرو او د باور جوړونې د فضاء لپاره څه ګامونه واخلي.
ښاغلی دانش د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او له افغان دولت سره د طالبانو مخامخ مذاکرات پيلول د اعتماد سازۍ لپاره خورا مهم بولي.

ښاغلي دانش په لومړي ځل د حکومت له ادرسه د بندیانو د خلاصون خبره ومنله ، د قانون په چوکاټ کې دوی چمتو دي چې مهم طالب بندیان خوشې کړي، مګر په بدل کې یې طالبان هم باید د اعتماد سازۍ لپاره یو څه وکړي. د سولې د بین الافغاني خبرو پیلولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کولو ته اړتیا ده.

سرور دانش د جمعې په ورځ/ د نومبر پر ۸مه ، لړم۱۷مه د سید مصطفی کاظمي او د ولسي جرګې د یو شمېر نورو غړ د وژل کېدو د ۱۲ تلین پر مهال وویل: د تاوتریخوالې کمېدل، د اوربند رامنځته کېدل او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیلېدل د باور جوړونې له نورو عمده کلیو څخه دي.

هغه وویل، چې د افغانانو له مالکیت پرته یو اړخیزه سوله د عملي کېدو وړ نه ده او همدارنګه یې ټینګار وکړ، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د افغانانو مالکیت تامین شي.

ښاغلي سرور دانش همدارنګه زیاته کړه، چې د سولې بهیر د مدیریت لپاره د لنډمهاله حکومت طرحه هم رد کړه او یوې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره باید کار وشي.

په ورخت وخت کې په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د طالبانو پر یووالي اعتراف وکړ، چې طالبان د سولې لپاره واحد ادرس لري.

نوموړي پر حکومت او سیاسیونو غږ وکړ، چې ټول دې اختلافات یوه لوري ته کړي او له حکومت سره دلاس په یو کولو دې د طالبانو په څېر د مذاکراتو واحد ادرس رامنځته کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون