افغانستان سلايډ (فيچر)

کندهار کې د عامه نظم د سرتېرو پر قرارګاه موټربم برید درنه مرګ‌ژوبله اړولې

د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په چنار سېمه کې د عامه نظم د پولیسو پر یوه قرارګاه موټربم برید او وروسته ورپسې جوخت پر مېشتو عسکرو د وسله والو طالبانو له خوا ډله يېز برید ترسره شوی، چې ګڼو پولیسو او امنیتي سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار امنیتي چارواکو پېښه تائید کړې او د لومړنیو معلوماتو له مخې وایي، چې په دې بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

بل پلو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا په دې برید کې د لسګونو سرتېرو د وژلو خبر ورکړی .

ښاغلي احمدي پر خپل ټویټر د دې برید په تړاو ویلي، چې په دې موټربم او ډله يېزو بریدونو کې ۳۴ پولیس او عسکر وژل شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون