لوبې

وېسټ انډیز افغانستان ته د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه

همدا مهال د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو دوهمه لوبه روانه ده. دغې لوبې کې وېسټ انډیز لومړۍ توپ وهنې سره افغانستان ته د ۲۴۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

وېسټ انډیز لپاره نننۍ لوبه بیا هم شای هوپ او اېون لوېس پیل کړه، خو د تېرې لوبې په خلاف افغان توپ وهونکو ته يي د وېکېټې اخیستلو فرصت ورنکړ او د اوږدې او غوره ملگرتیا په جوړولو بریالي شول.

دغو دوو لوبغاړو غوره او پیاوړې لوبه کوله او د ۹۸ منډو ملگرتیا په جوړولو بریالي شول، چې وروسته د لوبې پنځه ویشتم اور کې راشد خان د شای هوپ سوځولو سره دغه ملگرتیا پای ته ورسوله او افغانستان لپاره يي لومړۍ وېکېټه واخیسته.

له ځانگړی ځنډ پرته، د لوبې شپږ ویشتم اور په وروستۍ بال، جاوېد احمدي د اېون لوېس سوځولو سره افغانستان لپاره دوهمه مهمه وېکېټه واخیسته او وېسټ انډیز له ځانگړی ځنډ پرته دواړه توپ وهنه پیلوونکي توپ وهوونکي له لاسه ورکړل.

دوو مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته، چېس او هېټمایر د ملگرتیا جوړولو هڅه کوله، خو د لوبې پنځه دېرشم اور کې مجیب الرحمن د چېس سوځولو سره دغه لنډه ملگرتیا پای ته ورسوله او افغانستان لپاره يي درېیمه وېکېټه واخیسته. د لوبې اته دېرشم اور کې محمد نبي د هېټمایر سوځولو سره افغانستان لپاره څلورمه وېکېټه واخیسته او یو ځل بیا د وېسټ انډیز توپ وهوونکو ته يي ملگرتیا جوړولو او چټکې توپ وهنې فرصت ورنکړ.

د وېسټ انډیز د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ بیا هم ادامه پیدا کړه او د لوبې څلوېښتم اور کې شرف الدین اشریف د پولارډ په سوځولو او د لوبې څلور څلوېښتم اور کې اکرام علي‌خېل د هولډر په رن اوټ کولو بریالی شو.

خو د لوبې وروستیو اورونو کې د پوران پیاوړې او چټکه توپ وهنه د وېسټ انډیز د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته د پای ټکی کېښود او دغوره هدف ټاکلو کې يي د پام وړ مرسته وکړه. که څه هم نوموړی په پنځوسم اور کې د نوین الحق په بال خپله وېکېټه له لاسه ورکړه، خو خپله لوبډله له ستونزمنو حالاتو څخه په ژغورلی بریالی شوی و.

وېسټ انډیز ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په پیل کې د شای هوپ او اېون لوېس غوره ملگرتیا او په پای کې د پوران چټکې توپ وهنې په مرسته ۲۴۷ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره پوران په ۵۰ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۷، لوېس په ۷۵ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۴، شای هوپ په ۷۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۳ او هېټمایر په ۴۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې او پاتې توپ وهونکي له لسو څخه په لږو منډو خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

افغانستان لپاره نوین الحق ۳ او مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، محمد نبي، راشد خان او جاوېد احمدي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون