افغانستان سلايډ (فيچر)

وسله‌والو طالبانو غزني کې درې سرتېري او لسګونه میلې وسلې نېولي

راپورونه وايي، وسله‌والو طالبانو غزني کې له امنیتي ځواکونو څخه د دوو جلا-جلا پېښو په ترڅ کې اوه سرتېري وژلي او درې سرتېري او لسګونه میلې وسلې یې نېولي.

سرچینه وايي، په لومړۍ پېښه کې وسله والو تېره شپه د غزني د اندړو ولسوالۍ د خاني کلا سیمه کې پر امنیتي پوسته چاپه وهلې، چې اووه سرتېري يې ځای پر ځای وژلي، درې نور یې ژوندي نېولي او لسګونه مېله سپکه او درنه وسله یې هم ترې ترلاسه کړې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر د دې پيښې په تړاو یوه ویډيو خپره کړې، چې درې لاس تړلي سرتېري پکې ښکاري، چې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې يې مخ ته پرتې دي او یو تن وسله وال طالب په خپلو خبرو کې د دې پيښې جزئیات وړاندې کوي.

همداراز طالب ویاند مجاهد په یوه بل خبر کې ویلي، چې د دوی یو تن نفوذي ملګري نن شنبه/لړم ۱۸مه غرمه مهال د غزني ښار په قلعه جوز سېمه کې له یوې قرارګاه څخه یو هاموي ټانګ او شله مېله ډول ډول وسلې دوی ته ور وړي.

نوموړي وايي :«نن غرمه د غزني ولایت مرکز اړوند قلعه جوز سیمه کې د مزدور دښمن له کنډک څخه یو تن نفوذي مجاهد یو هاموې ټانګ،۲۰ میله امریکایي کارمولي ټوپکونه او ډير مهمات را وتښتول او تر مجاهدینو پورې را ورسید.»

د غزني امنیه قومندانۍ د دواړو پېښو په تړاو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون