لوبې

پاکستان وروستۍ لوبه کې هم په ۱۰ وېکېټو ماتې وخوړه

شیبه وړاندې د استرالیا او پاکستان ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې استرالیا یو ځل بیا پیاوړې هر اړخیزې لوبې په مرسته پاکستان ته په لسو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه استرالیا وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوزاې د افتخار احمد غوره توپ وهنې په مرسته ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره یوازې افتخار احمد په ۳۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېد. له دې سربېره، امام الحق ۱۴ او پاتې ټولو توپ وهونکو له لسو څخه په لږو منډو خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

استرالیا لپاره رېچرډسن ۳، مېچل سټارک او اېبټ دوه دوه او اگر یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې استرالیا یو ځل بیا د ډېوېډ وارنر او ارون فېنچ پیاوړې او چټکې توپ وهنې او ملگرتیا په مرسته یوازې ۱۱٫۵ اورونو کې د کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو پرته ۱۰۹ منډې جوړې کړې او دغه لوبه او د شل اوریزو لوبو دغه لړۍ يي وگټله.

استرالیا لپاره ارون فېنچ په ۳۶ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۲ او ډېوېډ وارنر په ۳۵ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

هېره دې نه وي چې د دریو شل اوریزو دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبې کې باران پاکستان له یقیني ماتې وژغورله او دوهمه لوبه استرالیا گټلې وه. دغې لوبې گټلو سره استرالیا دغه لوبلړۍ ۲ – ۰ سره وگټله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون