لوبې

د انگلینډ ۲۴۲ منډو هدف؛ نیوزیلینډ ماتې وخوړه

نن د انگلینډ او نیوزیلینډ ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه ترسره شوه، چې دغې لوبې کې انگلینډ د پیاوړې توپ وهنې پر مټ نیوزیلینډ ته د ۷۶ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډ وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ د ملان او مورگن پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته يي د ۲۴۲ منډو ستر هدف وټاکه.

انگلینډ لپاره ملان په یوازې ۵۱ توپونو د نهو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۰۳ ناسوځېدلو منډو او مورگن په یوازې ۴۱ توپونو د اوو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۹۱ منډو جوړولو سره پیاوړې توپ وهنه وکړه. ملان او مورگن په یوازې ۷۶ توپونو د ۱۸۲ منډو ملگرتیا جوړه کړه چې په مرسته يي انگلینډ د نیوزیلینډ لوبډلې ته د ستر هدف په ټاکلو بریالی شو.

نیوزیلینډ لپاره سانټنر ۲ او ساوتي یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ ۱۶٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۷۶ منډو په ستر توپیر وبایلله.

نیوزیلینډ لپاره ساوتي په یوازې ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۳۹ او منرو په ۲۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

انگلینډ لپاره پارکېنسن ۴، جورډن ۲ او سم کرن، ټام کرن او براون یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون