لوبې

د روهېت شرما طوفاني توپ وهنه د هندوستان سترې بریا لامل شوه

شیبه وړاندې د هندوستان او بنگله‌دېش ترمنځ دوهمه نړیواله شل اوریزه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې هندوستان وتوانید بنگله‌دېش ته د ۸ وېکېټو په ستر توپیر ماتې ورکړي.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

بنگله‌دېش ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يي د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

بنگله‌دېش لپاره محمد نعیم په ۳۱ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۶، سومیا سرکار په ۲۰ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰، محمودالله په ۲۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۰ او لېتون داس په ۲۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

هندوستان لپاره چهل ۲ او چهر، خلیل احمد او واشنگټن سندر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې هندوستان د روهېت شرما پیاوړې، چټکه او لوبه گټونکې توپ وهنې په مرسته ۱۵٫۴ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۸ وېکېټو وگټله.

هندوستان لپاره روهېت شرما په یوازې ۴۳ توپونو د شپږو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۸۵ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او دغې لوبې کې يي د خپلې لوبډلې بریا یقیني کړه.

بنگله‌دېش لپاره یوازې امین الاسلام دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون