ټکنالوژي

لومړنۍ ۱۰۸ مېگاپکسله کارمره لرونکی ځیرک موبایل وړاندې شو

شیاومي کمپنۍ د نړۍ لومړنۍ ۱۰۸ مېگاپکسله کامره لرونکې سوداگریز ځیرک موبایل وړاندې کړی چې مي سي سي۹ پرو (Mi CC9 Pro) نومول شوی ډېر ژر به نړیوالو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۴۷ انچه امولېډ اېف اېچ ډي پلس (AMOLED FHD+) ډوله مخ‌پاڼه ورکړل شوې، چې له ډي سي ای پي۳ او اېچ ډي ار۱۰ څخه هم ملاتړ کوي.

په همدې ډول د کوالکوم کمپنۍ اوکټا کور سنپ ډراگن ۷۳۰ جي ډوله پروسېسره، ۶ – ۸ گېگابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا يي له نورو مهمو ځانگړنو څخه دي.

دغه ځیرک موبایل کې د گوتې نښې سېنسر د مخ‌پاڼې لاندې ورکړل شوی او انډرایډ عامل سیستم سره چې د شیاومي کمپنۍ خپل اېم ای یو ای په مرسته چلول کېږي وړاندې شوی. له دې سربېره ۵۲۶۰ ملي امپیره بېټرۍ هم په کې کارول شوی چې د چټک چارج څخه ملاتړ کوي او د کمپنۍ ادعا سره سم یوازې ۶۵ دقېقو کې موبایل له صفر څخه ٪۱۰۰ چارجېږي.

د دغه ځیرک موبایل تر ټولو مهمه ځانگړنه يي کامره ده. د دغه ځیرک موبایل اصلي کامره ۱۰۸ مېگاپکسله وړتیا لري چې سامسنگ کمپنۍ برایټ اېچ اېم اېکس سېنسر په کې کارول شوی.

له دې سربېره ۵ مېگاپکسله، ۱۲ مېگاپکسله، ۲۰ مېگاپکسله او ۲ مېگاپکسله کامرې هم په کې ورکړل شوي چې يو يي ۵اېکس اپټېکل زوم او ۵۰ اېکس ډېجېټل زوم وړتیا لري.

مي سي سي۹ پرو مخکینۍ برخې کې د سېلفي لپاره ۳۲ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره هم لري.

دغه ځیرک موبایل به د نومبر یولسمې څخه خرڅلاو ته وړاندې شي او د ۶ گېگابایټ رم او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۴۰۰، د ۸ گېگابایټ رم او ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۴۴۰ او ۸ گېگابایټ رم او ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې پرېمیم بڼې بیه ۵۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون