ټکنالوژي

شیاومي په لومړۍ ځل اپل ته ورته ځیرک ساعت وړاندې کړ

شیاومي کمپنۍ خپل لومړنی ځیرک ساعت وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل مي واچ (Mi Watch) نومول شوی او د اپل کمپنۍ اپل واچ ته ډېره زیاته ورته ده.

شیاومي کمپنۍ دغه ځیرک ساعت خپل ۱۰۸ مېگاپکسله کامره لرونکی ځیرک موبایل، مي سي سي۹ پرو (Mi CC9 Pro) سره یو ځای معرفي کړ.

د اپل واچ په څېر دغه ځیرک ساعت کې هم مستطیل ډوله مخ‌پاڼه ورکړل شوی. مي واچ ۱٫۷۸ انچه امولېډ ډوله مخ‌پاڼه لري او د تل روښانه (Always On) ځانگړنې سره وړاندې شوی.

د دغه ځیرک ساعت دواړو خواو کې د غږ ثبتولو او اړیکې نیولو لپاره مایکروفونونه ورکړل شوي، او د دې سربېره د موسیقي یا نورو خبرتیاو اورېدلو لپاره یو لاوډ سپیکر هم په کې ځای پر ځای شوی.

دغه ځیرک ساعت کې د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراگن ۳۱۰۰ ډوله پروسېسر چې ۴جي څخه ملاتړ کوونکی چپ هم لري، فور کورټېکس اې۷ او ۸ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوی.

شیاومي کمپنۍ وايي چې خپل دغه لومړنی ځیرک ساعت کې يي سېلولر کنکټوېټي (E-Sim) کارولی او له دې سربېره وای فای، جي پي اېس، بلوتوث او اېن اېف سي څخه هم ملاتړ کوي.

کاروونکي یو ځل چارج په مرسته دغه ځیرک موبایل ۳۶ ساعتونو لپاره کارولی شي.

د مي واچ بیه ۱۲۹۹ یوان ټاکل شوې او راتلونکې اوونۍ به چېنايي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. نورو هېوادونو کې د وړاندې کېدو اړوند معلومات نه دي ورکړل شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون