افغانستان سلايډ (فيچر)

پاني پټ فلم: د احمد شاه بابا رول او د افغانانو اندېښنې

بالیووډ د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۵مه یو پوسټر له لارې اعلان وکړ چې «پاني پټ: یو ستر خیانت» نومې تاریخي فلم باندې کار کوي چې دغه فلم به ۲۰۱۹ کې نندارې ته وړاندې شي. د پاني پټ نومې دغه فلم د پاني پت درېیمې تاریخي جگړې باندې جوړ شوی او د احمد شاه ابدالي رول د هندوستان د سینما مشهور ستوری سنجې دت له لوري لوبول شوی.

دغه فلم کې سنجې دت د احمد شاه ابدالي او ارجن کپور د مرهټیانو مشر سداشیو راو باوو رول لوبولی او اشیتوش گواریکر له لوري ډارېکټ شوی. اشیتوش گواریکر له دې وړاندې د موهېنجودارو په نوم هم یو تاریخی فلم جوړ کړی و چې ناکام ثابت شو او د مینه‌والو پاملرنې جذبولو کې پاتې راغی.

سنجې دت د نومبر په ۱۵مه خپل رسمي ټوېټر پاڼې کې د دغه فلم وروستۍ پوسټر خپرولو سره له خپلو مینه‌والو سره د فلم د وړاندې کېدو کره نیټه شریکه کړه او له هغې وروسته د دغه فلم د اصلي او مهمو کردارونو چې احمد شاه بابا هم په کې شامل دی تصویرونه هم خپاره کړل.

د سنجې دت دغو خپرو شوو تصویرونو ته افغانانو ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرگون وښود او اندېښنه يي وښوده چې کېدای شي دغه فلم کې د احمد شاه بابا شخصیت اړوند منفي نظر وړاندې شوی وي.

له دې وړاندې ۲۰۱۸ کې سنجې لیلا بنسالي د پدماوت په نوم تاریخي فلم نندارې ته وړاندې کړ، چې دغه فلم کې رنویر سېنگ د علاوالدین خلجي رول لوبولی و او نوموړی يي یو عیاش، ظالم او وحشي انسان معرفي کړی و.

له همدې امله افغانانو دا ځل هم اندېښنه ښودلې چې کېدای شي احمد شاه بابا هم د دغه فلم له لارې کتونکو ته ظالم او یرغلگر معرفي شي چې د افغانانو پراخ غبرگون پایله کې ډیلي کې د افغانستان د قونسلگرۍ مسؤلینو خبر ورکړ چې دغه فلم اړوند يي سنجې دت سره اړیکه نیولې، او هغه ورته ډاډ ورکړی چې فلم کې د اندېښنې وړ هېڅ کومه خبره نشته.

دغه فلم کې د افغان فلم یو ممثل ببرک اکبري هم شته، چې د فلم اصلي کردار سنجې دت د مرستیال رول يي لوبولی او ادعا کوي چې فلم کې واقعیتونه سم انځور شوي. نوموړی همداراز وايي چې ځینو صحنو په ثبتولو کې له نوموړي سره هم مشوره شوې او وړاندیزونه يي منل شوي.

نوموړی په دې اړه وايي: «فلم کې زموږ د کلتور او فرهنگ خلاف هېڅ هم نه دي ښودل شوي. دغه فلم کې تاریخي پېښې هم څرنگه چې دي هماغسې انځور شوي او د احمد شاه بابا اړوند هېڅ ډول منفي نظر نه دی وړاندې شوی.»

تېره ورځ د هندوستان په وخت د غرمې ۱۲ بجې د «پاني پت: یو ستر خیانت» لنډه سوداگریزه وېډیو خپره شوه چې په کې د دغه فلم ځینې صحنې ښودل شوي. دغه لنډ ټرېلر کې ښودل شوې چې جنگ د ابدالي او مرهټیانو امپراطورۍ ترمنځ د یوې بلې ډلې په لمسون پیلېږي.

که څه هم دغه لنډه وېډیو کې د احمد شاه بابا رول او مرهټیانو اړوند لنډ معلومات ورکړل شوی، خو تر څو چې بشپړ فلم نندارې ته وړاندې نشي د دې اټکل چې احمد شاه بابا اړوند څه ډول نظر وړاندې شوی ستونزمن وي.

دغه فلم د ډسمبر په شپږمه هندوستان او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون