روغتيا او ژوند

بې اولاده نارینه لپاره؛ دغه خواړه د سپرم شمېر زیاتوي

اولاد د الله (جل جلاله) له سترو نعمتونو څخه دی، خو ځینې کسان دغه ستر نعمت څخه د ځینو طبي او روغتیايي لاملونو له امله بې برخې وي. دغو روغتیايي لاملونو کې یو هم د سپرم د شمېر کموالی دی.

خو له نیکه‌مرغه، داسې لارې شته چې د سپرم شمېر زیاتولو کې مرسته کولی شي او یو له دغو څخه خپلو خوړو کې دغې موخې لپاره د گټورو خوړو اضافه کول دي.

دلته مو له یو شمېر هغو خوړو سره چې دغه برخه کې د پام وړ مرسته کوي اشنا کوو:

۱- کېله

کېله د خپلو گټورو روغتیايي موادو په مرسته بدن کې جنسي هورمونونه تنظیموي او بروملین نومې انزایم لرلو له امله شهوت زیاتوي. له دې سربېره، کېله د وېټامین اې، بي۱ او سي، چې د بدن د سپرم تولیدولو وړتیا زیاتوي غوره سرچینه بلل کېږي.

۲- تور چاکلېټ

تور یا جیگري چاکلیټ د شهوت زیاتولو تر ټولو پیاوړی طبیعي درمل دی، او اېل – ارگینین (L-Arginine) نومې مواد لري. اېل – ارگینین یو امینو اسید دی چې د سپرم شمېر او کیفیت لوړوي او جنسي ځواک زیاتوي.

خو په یاد ولرئ چې که له اندازې زیات وخوړل شي، د اضافي وزن لامل گرځي. چې دا به بیا د بدن تستاسترون کچه ټیټه او د سپرم شمېر لږ کړي.

۳- هگۍ

هگۍ د وېټامین اي او هغو پروتینونو چې د روغ او غوره سپرم تولید کې مرسته کوي غوره سرچینه ده. له دې سربېره، هگۍ سپرم د ازادو رادیکالونو ناوړه اغېز، چې د سپرم د له منځه تللو لامل گرځي، څخه ژغوري.

۴- هوگه

هوگه له سلگونو کلونو څخه مختلفو فزیکي ناروغیو درملنې لپاره کارول کېږي. دغه خواړه بې شمېره روغتیايي گټو لرلو له امله انسان له ډېرو عادي او وژونکو ناروغیو ژغورلی شي.

هغه څه چې خلک د هوگې اړوند ترې ناخبره دي دا دی، چې دغه خواړه د سپرم شمېر او د شهوت زیاتولو کې اغېزمن رول لوبوي. هوگه خپل ترکیب کې الیسین نومې مرکب لري. دغه مرکب د نارینه جنسي اعضاو ته د وینې جریان غوره کوي او په دې ډول د سپرم شمېر زیاتوي او کیفیت يي غوره کوي.

۵- پالک

شنې پاڼې لرونکي سبزیجات، د پالک په گډون د فولک اسید غوره سرچینه بلل کېږي. ایا پوهېدئ چې د فولک اسید کمېښت د ناوړه شکل لرونکو سپرمونو جوړېدو ، د دوه لکۍ او دوو سرونو لرونکو په گډون، لامل گرځي؟

له دې سربېره، سپرم کې د کروموزومي اختلالاتو خطر هم ډېر وي. دا په دې معنی دی چې سپرم په اسانۍ سره ښځینه هگۍ ته ځان نشي رسولی، حتی که چېرې ځان ورسوي، د القاح کېدو وړتیا نه لري. بالاخره، حتی که دغه سپرم القاح هم شي، د معیوب زېږون چانس په کې ډېر زیات وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون